د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ترکیې پر کردانو ولې حمله وکړه؟


ترکیې ادعا کړې، چې د عراق په شمال کې د کوردستان د کارګرانو ګوند (پي. کې. کې) پراډو د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې د دې ګوند له سلو زیات وسله وال وژل شوي دي.

له حالاتو داسې ښکاري، چې ترکیه په دغو ورستیو اقداماتو سره د دې پرځای چې خپل ورونه د کوردانو پرمخ پرانیزي، هغه تړي.

د ترکیې پوځ دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د عراق په شمال کې د وسله والو کوردانو پراډو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ترسلو پورې وسله وال وژل شوي دي.

په همدې ورځ د د ې هیواد پوځ دوه زره کومانډو په بسونو کې د عراق پولې ته ولیږدول، چې د کوردستان د کارګرانو پرګوند د نورو عملیاتو څرګندونه کوي.

د ترکیې د صدراعظم رجب تیپ اردوغان له خوا د کوردانو د ستونزې په اړه په نوې طرحه کې له کوردي بیلتون غوښتونکو سره رامنځ ته شوي بحران ته چې له ۱۹۸۴ کال راپدیخوایې له څلویښت زرو څخه د زیاتو کسانوژوند اخیستی، نوې بڼه ورکړل شوې او دغه د شاوخوا څورالس میلیون کوردانو ستونزه په ګډ ژوند کولو بدله شوي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د عدالت او پرمختګ واکمن ګوند په دریم ځل انتخاباتو کې تربشپړ بري وروسته ولې یودم دغسې اقداماتو ته مخه کړې؟

د چارو د کتونکو په باورپه ورستیو کې ښایي، دوه مسالې د حکومت او کوردانو ترمنځ د فاصلې د زیاتیدو سبب شوي وي. د کوردستان د کارګرانو ګوند (پي. کې. کې) چې ترکیې غیرقانوني اعلان کړی، په وروستیو کې د ترکیې په پوځیانو حملې ترسره کړي او څوتنه عسکر یې وژلي.

بله مساله د ترکیې په پارلمان کې د کوردانو د سیاسي ګوند د غړیو اعتراض دی. په پارلمان کې ۳۶ څوکې په کوردانو پورې اړه لري، چې یوشمېر غړیو یې د خپلو څو تنو ملګرو د توقیف په اعتراض کې د پارلمان په غونډو کې له ګډونه ډډه کړې ده.

د استانبول په پوهنتون کې د اروپایي اتحادیې د تحقیقاتو پروفیسور چنګیز اکتر وایي، مخکې له دې چې د کوردانو ګوند د پارلمان غونډې تحریم کړي، حکومت ورسره مخالفت پیل کړی و، چې دا په اوسنیو شرایطو کې یو ګټور اقدام نه و او له بلې خوا هم د کوردستان د کارګرانو د ګوند له خوا وروستیو حملو هم ښایي د حکومت په ورستیواقدماتو کې رول لرلی وي.

″له دغوسیاسي تحولاتو سره همزمان د کوردستان د کارګرانو ګوند هم د خشونت اعمال پیل کړل. زما په نظرپه پارلمان کې د کوردانو د سیاسي ګوند د شپږو غړیو د توقیف پرسرراپورته شوی بحران د کوردستان د کارګرانو د ګوند پی. کې کې د وروستیو خونړیو حملو لپاره نه شي توجیه کیدای.

دغو حملو وضعیت نورهم خراب کړ. دغه عمل حکومت اړکړ، چې له خپل ځانه او هیواده د فاع وکړي. ځکه خلک یې زښت زیات ناراضه کړي دي.″

یوشمېر نورکتونکې بیا وایي، چې کوردانو ښایي په عربي هیوادونو کې له روانو پاڅونونو الهام اخیستی وي، چې د بیلتون غوښتنې اهداف تعقیب کړي.

د استانبول په بیلګې پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور سولی اوزل وایي، اردوغان اوس له یوه غښتلي دریځ څخه د مسایلو په وړاندې چلند کوي.

″دی، یانې اردوغان غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې په پارلمان کې د کوردستان سیاسي ګوند د ده تابع دي، که نه دي دغه ګوند له کوردانو سره له معاملې لیرې ساتي.

نوموړی پردوی فشار راوړي چې هغه کارونه چې دوی ورسره لیوالتیانه لري، ترسره کړي چې زما په عقیده په دې کارکې به بریالی هم شي.″

د اوزل په وینا هغه څه چې له اردوغان سره په دی برخه کې مرسته کوي دا دی چې د کوردستان د کارګرانو ګوند پي. کې کې په دې وروستیو کې د کوردانو په مدني ټولنو کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی او په همدې خاطر د کوردستان د کارګرانو پرګوند د ترکیې د حکومت د فشارونو په وړاندې به د دوی عکس العمل دومره جدي نه وي.

د ښاغلي اوزل په باورد کوردانو پرمخ د درونو د پرانستلو د طرحې په اړه وخت ته اړتیا ده چې قضاوت وشي. اوس چې اردوغان د جمهوري ریاست د څوکۍ د ترلاسه کولوپه فکرکې دی او غواړي د نوې ترکیې ولسمشر شي، دغه طرحه به په هغو شرایطو احیا شي چې په خپله اردوغان یې مشخص کوي.
XS
SM
MD
LG