افغانستان:۴کاله کیږي چې د ښځو د بوکس ټیم جوړ شوی
بوکس هغه رزمي ورزش دی، چې په نړۍ کې ګڼ مینه وال لري، د نارینه وو د بوکس تر څنګ له یوسلو څلورو کلو راهیسې ښځو هم دغه ورزش ته مخه کړې او نن سبا د دنیا په یوسلو شلو هېوادنو کې ښځې د بوکس تمرین او سیالۍ کوي چې لیلا کلي د ښځینه بوکسرانو نامتو نړېواله څېره ده.
په افغانستان کې هم له څلور کالو راهیسې د نجونو د بوکس ټيم جوړ شوی، چې شاوخوا پنځه ویشت نجونې په کې شاملې دي.
دغه ټیم تر اوسه په درې بهرنیو لوبو کې ګډون کړی چې په یوه بهرنۍ لوبه کې افغان بوکسرې شهلا سکندري د ژېړو مډال هم ګټلی دی.
صدف رحیمي د نجونو د بوکس د ملي ټيم غړې وایي، چې له ماشومتوبه یې دې ورزش سره مینه وه او له لومړنیو نجونو ده چې د بوکس ورزش یې پیل کړی دی:
( له څلورو کلو راهیسې بوکس ورزش کوم، له وړکینې مې له دې ورزش سره شوق و، کله چې وړه وم د ماما له زوی سره مې تمرین کاوه، خو کله چې په المپیک کې د نجونو د بوکس ټیم جوړ شو راغلم دلته.
تر اوسه مې په دوو بهرنیو لوبو کې چې په قزاقستان او ترکیې کې وې ګډون کړی، خو له بده مرغه د مډال په ګټلو نه یم بریالۍ شوې.
زه د بوکس ورزش تر څنګ درس وایم، په دولسم ټولګي کې یم او له شطرنج ورزش سره هم علاقه لرم، هیله مې دا ده چې په راتلونکې کې حرفوي بوکسره شم.)
بوکس دروند یا ثقیل ورزش دی، چې زیات تمرین ته اړتیا لري نو له همدې امله ځينې کسان وایي، چې ښځې دا ورزش په سمه توګه نه شي ترسره کولای، خو د نجونو د بوکس د ټيم کپټانه فهیمه وایي، دا سمه ده چې بوکس دروند ورزش دی، خو دوي ورسره علاقه لري او همدا علاقه یې د پرمخ بولو توان ورکوي:
( زما له نظره، چې یوه نجلۍ یم ښایي دا ورزش له فزیکي پلوه ستونزمن وي خو کله چې شوق وي هڅه کوې چې په سمه توګه یې زده او ترسره کړې.
ډېرې نجونې له بوکس ورزش سره علاقه لري، خو له دې امله چې المپیک کمېټې ته نه شي راتلای او له بلې خوا نجونو ته د بوکس کلپونه نشته نو نه شي کولای چې د خپلې خوښې ورزش وکړي،که نه افغانې نجونې هم کولای شي، د بوکس تمرین وکړي او د نړۍ په کچه اتلولۍ خپلې کړي.)
د افغانستان د نجونو د بوکس د ټیم زیاتره لوبغاړې د ښوونخي زده کوونکې دي چې د اوونۍ درې ورځې راځي او د المپیک د ملي کمېټې په ذال کې تمرین کوي دغو ورزشکارانو ته د ورځې پنځوس افغانۍ عصریه ورکول کېږي او د لېږد رالېږد لپاره یې ترانسپورتي اسانتیاوې هم برابرې شوې دي، خو بوکسرې نجونې شکایت کوي، چې د تمرین لپاره مناسب ځای او پوره وخت نه لري دغه راز ورزشي وسایل یې هم لږ دي. صدف رحیمي یو ځل بیا:
( وخت مو لږ دی، ځکه یو ذال لرو چې وروسته له موږ هلکان په کې تمرین کوي، نو په اوونۍ کې درې ورځې یونیم ساعت تمرین به څه وي.
بل دا چې وسایل مو کم دي پنځه ویشت نجونې یو خو څلور زمزکه لرو، وزنونه نه لرو چې باډي بلډري وکړو، نو له همدې امله په بهرنیو لوبو کې پاتې راځو.
استادان مو هڅه کوي، خو زموږ تمرینونه تاریخ وهلي دي هغه تمرینونه چې اوس مهال په نړۍ کې کېږي زموږ تر هغو ډېر پرمختللي دي.
غوښته مې دا ده، چې موږ ته د وسایلو تر څنګ د بهرنیو تمریني سفرونو زمینه برابره شي.)
د نجونو د بوکس د لوبډلې ترینر محمد صابر شریفي د بوکسرو نجونو ستونزې او د وسایلو د کمښت ستونزه مني وایي، د دوي د بوکس ورزش تمرینونه ډېر پخواني او په ټیټه سویه دي ځکه چې د المپیک ملي کمېټه لږه بودیجه لري له دې امله ورزشکارانو ته د پوره وسایلو او د عصري او معیاري تمرینونو د زده کړې اسانتیاوې نه شي برابرولای.
ښاغلی شریفي د ورزش په برخه کې د ښځینه ورزشکارانو یوې بلې ستونزې ته هم ګوته نیسي وایي، موږ څوکاله له نجونو سره تمرین کوو خو کله چې تکړه شي او د مډال د ګټلو شي بیا د کورنیو له خوا ورزش ته نه پرېښودل کېږي:
(موږ د بوکس د ورزش په برخه کې یو مډال لرو، چې شهلا سکندري خپل کړی اوس شهلا سکندري واده شوې او ورزش یې پریښی، ښایي ماته ګرانه وي چې په درې څلورو کلونو کې بیا داسې بوکسره ومومم او ویې روزم.
موږ د ښځینه ورزش کارانو په برخه کې له دې ستونزې سره مخ یو، ځکه کله چې دغه نجونې له ښوونځي فارغېږي، پوهنتون ته ځي یا واده کوي نو بیا ورزش ته نه پرېښودل کېږي او زموږ ټول زیار او زحمت په اوبو لاهو کېږي.)
افغانو ښځو سوداګرۍ ته مخه کړې
نن سبا ګڼو افغانو ښځو سودا ګریزو چارو ته مخه کړې چې له دې لارې هم خپل ژوند بسیا کوي او هم یې نورو ښځو ته د کار زمینه پیدا کړې ده.
له داسې ښځو یوه لیلا عمر ستانکزۍ ده، لیلا له تېرو شلو کلونو د ښځو د لاسي کارونو کار او بار کوي او اوس د کابل د ښځینه بڼ د مارکیټ مسووله ده او د سوزن طلایي په نامه د لاسي صنایعو دوکان لري.
لیلا عمر ستانکزۍ ښوونځی لوستی، د کابل پوهنتون ادبیاتو څانګې ته بریالۍ شوې وه، خو د سترګو د یوې ناروغۍ له امله لوړې زده کړې ترې پاتې شوې، نو تجارت ته یې مخه وکړه.
د افغانستان تقریبا هر ولایت ځانته لاسي خامکونه لري چې هر یو یې له جلا ښایست او کیفیت نه برخمن دی.
لیلا عمر وایي، چې په مرکز او ولایتونو کې یې شاوخوا سل ښځې په کار بوختې کړي دي داسې چې ټوټې او خام مواد ورکوي، هغوي یې په خپلو کورونو کې خامک کوي او بېرته یې دې ته ورسپاري.
د لیلا په دوکان کې له نارینه ګنډونو نیولې بیا د ښځو او ماشومانو جامې، بسترونه، سرمیزي دسمالونه او داسې نور شیان شته.
لیلا له خپلو فروشاتو خوشاله ده وایي، چې د دوي محصولاتو دوه ځله په بهر کې د سرو زرو مډال ګټلی.
لیلا وایي، چې کار کول او سرمایه ګټل انسان ته دا فرصت ورکوي، چې هم خپل ځانته ښه ژوند جوړ کړي او هم یې نورو ته ګټه ورسېږي.
لیلا په دې نظر ده، چې که هر انسان هڅه وکړي ځانته سالم کار موندل شي.
لیلا له اړوندو دولتي ادارو غواړي، چې په بهرنیو هېوادونو کې دوي ته د نندارتونونو د جوړلو زمینه برابره کړي څو له یوې خوا پراخ بازار ورته پیدا شي او له بلې خوا د افغان ښځو د لاس هنر او نور افغاني توکي نړېوالو ته ور وپېژندل شي.
نیمه نړۍ خپرونه چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.
د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا ځانګړې خپرونه د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ