د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ځوان فكر په ځوان ذهن كې دى


هغه الوتکه چې په کابل کې یوه افغان جوړه کړی
هغه الوتکه چې په کابل کې یوه افغان جوړه کړی
دا اونۍ مو تاندې څانګې دغو مطالبو ته ځانګړې كړې ده.

په دې خپرونه كې د لاس بند پر موډ او فيشن غږيږو او وابه ورئ چې ولې دا مهال انجونې وښى ډيرې خوښوي؟

ورپسې به مو له هغه افغان ځوان سره اشنا كړو، چې الوتکه يې جوړه كړې ده او پوه به شئ چې دغه الوتکه يې څنګه اختراع کړه؟

دغه ټول مطالب له يوې ښكلې سندرې سره له ازادۍ راډيو څخه واورئ.

وښۍ:

وښى، يا په بله اصطلاح لاس بند هغه ګاڼه ده چې دا مهال يې ګڼې افغانې انجونې د ښايست لپاره په ځينو ځانګړېو ځايونو کې په لاس كې اچوي، د څېړنو له مخې په پخوانيو وختونو كې، وښى يوازې د سرو زرو، سپينو زرو ،ميصو او ژيړو څخه جوړېده، خو د وختونو په تيرېدو او د ګاڼو په ډيريدو سره د دغه ګاڼې مخکنۍ بڼې بدلون ومونده.

نوموړى لاس بند چې د ځنځير په څير دى، د کيڼ لاس پر مړوند تړل کيږي، که وګورو اوس ځوانې انجونې د خپلو جامو په رنګ ښاسته او نقش لرونكي لاس بندونه په لاس کوي.


که وګورو د نويو وښى دود، دا مهال د ښاري سيمو تر څنګ په كلو او بانډونو كې هم زيات تر سترګو كيږي، ښكلو او پر مختللو سينګارونو ته په كتو سره، انجونې په وخت خپل موډ او فيشن بدلوي او د نوي موډ برابر د ځان لپاره ګاڼې اخلي.

د كندهار اوسيدونكې سامعه وايي، د سرو زرو يا طلا لاس بند يې خوښيږي.

دا مهال په ښارونو کې ځوانې انجونې پر سرو زرو، سپينو زرو ، مصو او ژيړو سربيره د الماسو لاس بندونه په لاس کوي.

كوچۍ هغه پيغله ده، چې وايې لاس بند يې ډير خوښ دى او په ځينو خاصو محفلونو کې د الماسو لاس بند په لاس كوي.

لاس بند نه يوازې د انجونې په منځ کې دود دى، بلكې د لاس بند په لاس كولو شوق يو شمېر ځوانانو ته هم ور پيدا شوى دي.


ځوان فكر په ځوان ذهن كې دى

يوه مشهوره جمله ده ،وايې، چې ځوان فكر په ځوان ذهن كې دى، ځوانانو ته كه فرصت په ګوتو ورشي او ځوانان په ځان باور وكړي نو په ټولنه كې به واقعې تحول راشي.

زموږ د دې ادعا يو ښه مثال افغانى ځوان دى، چې الوتكه يې جوړه كړې ده، دغه ٢٤ کلن ځوان چې صابر شاه رضايې نوميږي د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ اوسيدونکى دى.

نوموړى تر دريو کلونو زحمت او زيار ګاللو وروسته په دې وتوانيده چې دوه کسيه الوتکه جوړه کړې، له صابر شاه رضايې څخه مې د يوې مرکې په ترڅ کې پوښتلې چې څنګه د دې اختراع فکر ورته پيدا شو؟

نوموړې الوتکه د کب په شان جوړښت او ٣ ټايرونه لري او ماشين يې په وروستۍ برخه کې موقیعت لري،الوتکه مثلث ډوله چتر لرې، د صابرشاه په خبره، دغه الوتکه کولاى شي چې په يوه پرواز کې٢٠ کيلومتره واټن ووهي.


هغه څوک چې اختراع کوي، د نورو کسانو مرستې ته به څومره اړتيا ولري.

د صابرشاه رضايې په خبره، په نوره نړۍ کې که ځوانان دغه ډول اختراع وکړې نو حكومت به هر اړخيزه مرسته ورسره وکړي او اختراع كوونكي كس ته به د زياتو پرمختګونو زمينه برابره کړي، خو نوموړي له افغان حکومت څخه ګيله من دى چې تر اوسه پورې يې مرسته نه ده ورسره کړې.

صابرشاه له دولتې چارواکو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

صابرشاه رضايې د خبرو پر مهال افغان ځوانانو ته په خپل پيغام کې وويل، چې ځوانان بايد خپل فکرونه په کار واچوي، زحمت وباسي او په هره برخه کې د پام وړ اختراع وي وکړي.

په دې تمه چې په راتلونكې وخت كې افغانستان د دغه ډول ځوانانو په درلودلو سره ښې لاسته راوړنې ولري او هر افغان ځوان لاس په كار شي او دغه ډول نوښتونه وكړي نو افغانستان به هم يوه ورځ د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په ليكه كې راشي.

درنو ځوانانو دا وه د تاندې څانګې خپرونې مطالب ،كه د دې خپرونې په اړه نظر لرئ نو موږ ته يې د ازادۍ راډيو پر دې پته راوليږئ.

په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنټ ته لاس رسۍ لرئ نو تاسې كولاى شئ د تاندې څانګې خپرونه د ازادۍ راډيو پر پښتو ويب پاڼه واورئ او ولولئ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG