اسد حسن افغان عکاس او ډيزاينر دى. ځينو عکسونو يې جايزې هم اخيستي دي. نوموړى دا مهال په کابل کې ژوند کوي او يو له هغو کسانو څخه دى چې د ډيزاين په برخه کې د ستاينې وړ ذوق لري. ځينې عکسونه يې په نړيوالو رسنيو کې هم خپاره شوي دي. د ازادۍ راډيو په پاڼه کې د اسد حسن له لوري ځينې اخيستل شوي عکسونه د هغه په رسمي اجازه خپروو.