په نننۍ خپرونه كې د سكېټ پر لوبه غږيږو او پوه به شئ چې سكيټ څه ډول لوبه ده؟
ورپسې به مو له يوه داسې ځوان سره اشنا كړو، چې د بل هر با اهميته ځوان غوندې حلاله ډوډۍ ګټې او د خپل لاس په زحمت سره يې كورنۍ او خلك هوسا كړې دی.
دغه ټول مطالب د تاندې څانګې په خپرونه كې له ازادۍ راډيو څخه اورئ.
د سکیټ لوبه
سكېټ د سپورټې لوبو هغه برخه ده، چې د يو ډول مستطيل شكله تختې په وسيله تر سره كيږي، دغه تخته څلور كوچني ټايرونه لري او لوبغاړي پر تخته درېږي او مخته ځي، چې د پښو په مرسته خپل حركت كنټرولوي.
څيړنې ښېي چې سكېټ په نړۍ كې د لومړي ځل لپاره په ۱۷۶۳ م كال كې د يوه بيلژيكې له خوا چې Joseph Merlin) ژوزف مرلين نوميده رامنځته شوه.
كه وګورو په دې وروستيو كې دغه لوبه په افغانستان كې هم د ځوانانو په منځ كې ترسترګو كيږي، د كابل د ملي المپيک د كمېټې د سكېټ له يوه استاد عبدالقدوس اميني څخه مې پوښتلي دي، چې دا مهال افغانستان د سكېټ په برخه كې څومره لاسته راوړنې لري؟
دا د افغانستان د ملي المپيک په كمېټه كې د سكېټ لوبو ښوونيز مركز دى چې دا مهال په كې كابو۳۸۰ انجونو او هلكانو ته د داخلي او خارجي استادانو له خوا د سكېټ تمرين وركول كيږي، د افغانستان د ملي المپيک د كمېټې چارواكې وايې:
د سكېټ لوبه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ م كال كې د يوه استرليايې له خوا چې (ليور پيروسيوكل) ميده، په افغانستان كې معرفي شوه.
كه وګورو د سكېټ لوبې په برخه كې د افغان ځوانانو علاقه زياته ده، خو هغه ځوانان چې د سكېټ په لوبو بوخت دي، وايې دوي د تمرېن لپاره ازاد ځاى ته اړتيا لري.
عبدالقدوس اميني وايې، دوي هڅه كوي چې د سكېټ لوبغاړوته د يوه ازاد او پراخ ځاى غم وخوري، د نوموړي په خبره، په پلان كې لري چې د افغانستان په يو شمېر ښارونو لكه، مزارشريف، هرات، جلال اباد او كندوز كې هم د سكېټ مركزونه جوړ كړي، ترڅو د سكېټ لوبغاړي پرمختګ وكړي او ښه وځليږي.
زیار د انسان پر ورځنیو چارو مثبت اغیز کوي
د هر كار او كسب په زده كړه کې که څوک خواري وکړي، خولې توي کړي او خپل لاسونه تڼاکې کړي نو ښه ژوند به ولري، ماهران وايې په ښه ډول زيار ګالل د انسان پر ورځنيو چارو او ژوند مثبت اغيز کوي.
دغه ډول زيار ايستل انسان د پرمختګ لور ته بيايې، د ننګرهار ولايت اوسيدونكى فهيم چې دا مهال د كابل ښار په دريم مكروريانو كې د نانوايې په چارو بوخت دي وايې:
لا ۷ كلن و، چې د ژوند ستونزو كار كولو ته را وكاږه او په نانوايې كې يې كار پيل كړ، فهيم وايې د ژوند په لومړېو كې يې ډيري سختۍ او ترخې شپې وګاللې، خو وايې دا مهال تر ډيرو زحمتونو او سختيو وروسته يې د ژوند ستونزې څه ناڅه حل شوي دي.
دا په دې معنا چې كه څوک د كسبونو او مهارتونو په زده كولو كې ځان ستړى نه كړي نو ژوند به يې څنګه ښه شي، كه فكر وكړو نو كسبونه او مهارتونه له زيار ګاللو پرته لاسته نه راځې، خو كه خواري وكړو او د ژوند له بيسارو كړاونو سره مبارزه وكړو.
نو ژوند به مو هوسا وي، فهيم هم د ماشومتوب خواږه وختونه د سختې ګرمۍ په غيږه كې د سره تنور تر څنګ تير كړه خو دا دى اوس يې د خپلو زحمتونو خوږه ميوه ترلاسه كړه.
فهيم به راته ووايې، چې دوي د نانوايې چارې څه ډول سمبالوي، په ورځ كې څومره كار كوي او د ټولې ورځې عايد يا ګټه يې څومره ده؟
فهيم وايي، ځوانان د كار او كسب سره تړلي اړيكې لري، نو ځوانانو ته پكار ده چې تر خپله وسه د درس ويلو تر څنګ د مهارتونو په زده كړه كې خپل وخت مصرف كړي.
فهيم وايې هغه ځوانان چې كرۍ ورځ د كوڅو او سړكونو پر سر بې كاره ګرځي، بايد د وخت قدر ځان پوه كړي.
د پورتنيو ټكو په پام کې نېولو سره بې كاره ځوانان کولای شي له يوه پلوه د يوه ښه کسب او کار څښتنان شي او له بله اړخه له خپل ځان او کورنۍ سره هم مرسته وکړي.
درنو اوريدونكو دا وه د تاندې څانګې خپرونه، كه تاسې يې په اړه نظر لرئ نو موږ ته يې د ازادۍ راډيو پر دې پته راوليږئ.
په كابل كې زموږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان او كه انټرنټ ته لاس رسئ لرئ نو د ازادۍ راډيو پښتو ويب پاڼه پرانيزئ او دغه خپرونه واورئ او ولولئ.
ګرانو اوريدونكو او لوستونكو د تاندې څانګې خپرونه نظيفه رومان چمتو كوي او دغه خپرونه د شنبې او دوشنبې په ورځو كې اوريدلاى شئ.
د ازادۍ راډیو د ځوانانو لپاره دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
ورپسې به مو له يوه داسې ځوان سره اشنا كړو، چې د بل هر با اهميته ځوان غوندې حلاله ډوډۍ ګټې او د خپل لاس په زحمت سره يې كورنۍ او خلك هوسا كړې دی.
دغه ټول مطالب د تاندې څانګې په خپرونه كې له ازادۍ راډيو څخه اورئ.
د ازادۍ راډیو د ځوانانو لپاره دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ
د سکیټ لوبهسكېټ د سپورټې لوبو هغه برخه ده، چې د يو ډول مستطيل شكله تختې په وسيله تر سره كيږي، دغه تخته څلور كوچني ټايرونه لري او لوبغاړي پر تخته درېږي او مخته ځي، چې د پښو په مرسته خپل حركت كنټرولوي.