د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

بې سوادي د افغان میرمنو لویه ستونزه



د افغان سوداګرو میرمنو غونډه په قرغزستان کې جوړه شوه

د مرکزي اسیا او افغانستان د سوداګرو ښځو ګډه غونډه تېره اوونۍ د درې ورځو په مخه په قرغزستان کې جوړه شوه.

پژواک خبري اژانس رپوټ ورکوي، په دغې غونډه کې چې د مرکزي اسیا، افغانستان او امریکا هېوادونو یو سلو پنځوسو استازو ګډون کړی وو، تمویلوونکو موسسو لکه اروپایي بانک، د امریکا د متحده ایالاتو پرمختیايي ادارې، د نړېوالو همکارېو ادارې دغه راز لس نورو ادارو چې په غونډه کې یې ګډون درلود ژمنه وکړه، چې د مرکزي اسیا او افغانستان ښځو ته به د سوداګریزو زده کړو، بازار موندنې او ښځو ته د وړو پورونو د ورکړې په برخه کې همکاري کوي.

کابل:۴۰۰میرمنو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوی

په کابل کې څلور سوه ښځو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې، د ښځو چارو وزارت تېره اوونۍ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په کابل ښار کې یې شاوخوا څلورسوه ښځې د څلورنیمو میاشتو په موده کې د ډرایوري، کمپیوټر، انګلیسی ژبې او پخلې په برخو کې روزلې دي.

افغان ښځو ته دغه زده کړې په کابل کې د ایټالیا د همکارېو د ادارې له خوا تمویلیږي.

د ایټالیا د همکارېو ادارې له ۲۰۰۶ م کال راهیسې له دوو زرو زیاتو ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې ده.


د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


حنا ربانی کهر د پاکستان د بهرنیو چارو وزېره شوه

حنا ربانی کهر تېره اوونۍ د پاکستان په نوې کابینه کې د بهرنیو چارو د وزېرې په توګه وټاکل شوه.

څلور دېرش کلنه حنا رباني کهر د پاکستان په پخوانۍ کابینه کې د اقتصاد وزیره وه او مخکې له دې چې د بهرنیو چارو وزیره شي په بهرنیو چارو کې د دولت وزیره وه.

حنا رباني لومړنۍ ښځه ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته ټاکل کېږي.

که څه هم په پاکستان کې د پیپلز ګوند وژل شوې مشره بې نظیر بوټو دوه ځله د دې هېواد صدراعظمه وه، خو د لوړې درجې حکومتي څوکۍ زیاتره له نارینه وو سره وې.

حنا رباني په ۱۹۷۷ م کال کې د پنجاب ایالت په یوه سیاسي کورنۍ کې زېږېدلې ده زده کړې یې په امریکا کې تر سره کړي او له پخوا یې له سیاست سره مینه وه، سربېره پردې د ګلف ورزشي لوبې مینه واله ده او په پاکستان کې څو هوټلونه او یو د ګلف لوبې لوبغالی لري.

د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ


بې سوادي د افغان میرمنو لویه ستونزه

که څه هم د افغانستان د قوانینو له مخې د ښځو او نارینه وو حقونه برابر دي، ان په ځینو حالاتو کې افغان ښځو ته مثبت تبعیض هم په پام کې نیول شوی، خو له دې امله چې زیاتره افغان ښځې نا لوستې دي او له خپلو حقونو نه دي خبرې، نو د همدې بې خبرۍ له توسنه یې ډېر ځله په حقونو سترګې پټېږي او زور زیاتی ورسره کېږي.

د پاملرنې خیریه موسسې د افغان ښځو همدې ستونزې ته په پام سره د کابل په پنځو ناحیو کې د ښځو د پوهاوي سیمه ییزې حقوقي مشورتي شورا ګانې جوړې کړي دي، چې په کې هره ورځ یو ساعت د ښځو د حقونو په اړه معلومات ورکول کېږي.

د پاملرنې موسسې د مشورتي شوراګانو سوپر وایزره زرغونه حسن وایي، چې په هره ناحیه کې تر یو سلو شلو زیاتې شورا ګانې چې په هر شورا کې تر پنځلسو زیاتې ښځې ګډون لري جوړې شوي دي .

زرغونه حسن د خپلو خبرو په دوام وویل، چې هره شورا یوه انتخابي رییسه او مرستیاله لري، چې د ښځو ستونزې راټولوي او د تر دوي یې رسوي.

دا زیاتوي، چې په سر کې ښځو له دې شورا ګانو سره علاقه نه ښوده خو ورو ورو یې په ګټو وپوهېدې او اوس خپله ورته راځي.

د ښځو د حقوقي مشورتي شورا د پنځمې ناحیې یوه غړې چې کونډه ده وایي، دا بې سواده ده نو پخوا په ډېرو خبرو نه پوهېده خو د دې شوراګانو له لارې یې ډېر څه زده کړي دي .

دغو حقوقي مشورتي شورا ګانو ته ښځې د خپلې کوڅې په یوه کور کې راټولېږي او د ښوونکي له خوا ورته د عامه پوهاوي لکچر وړاندې کېږي.

د نجراب اوسېدونکې نسیمه چې اوس د کابل په کمپنۍ کې اوسيږي وایي، هغه څه چې په دې شورا ګانو کې زده کوي خپله کورنۍ او نورې شاوخوا ښځې هم پرې خبروي .

د دې شورا ګانو له لارې په حقوقي پوهاوي سربېره د ښځو ځينې حقوقي ستونزې هم لومړی د کورنیو سلا مشورو بیا د سیمه ییزو جرګو له لارې اوارېږي، خو که په دې ډول یې ستونزې اوارې نه شي بیا رسمي ادارو ته وړاندې کېږی.

مېرمن زرغونه حسن وایي، چې دغه شورا ګانې ډېرې ګټورې دي نو له دولته غواړي چې د ښځو د پوهاوي او د هغوۍ د ستونزو د اوارۍ لپاره دغسې شورا ګانې د افغانستان په ټولو سیمو کې جوړې کړي .


د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

د ښځو له حقوقي زده کړو به راشو مسلکي زده کړو ته.

فېروز کوه علمي او فرهنګي مرکز په ۲۰۰۶ م کال کې جوړ شوی، د دغه مرکز جوړېدل دوه مقصده لرل یو د کابل د مراد خانۍ د تاریخي سیمې بیا رغاونه وه چې د اتلسمې پېړۍ یو تاریخي ښار ګوټی دی او بل د افغانستان د اصیلو هنرونو او صنایعو بیا را ژوندي کول.

د فېروز کوه علمي او فرهنګي انسټیټوت د افغانستان د اصیلو هنرونو او صنایعو د بیا را ژوندي کولو او پاللو په مقصد په څلورو څانګو سرامیک یا کلالي، خطاطي او میناتوري، نجاري یا لرګین کارونه او زرګرۍ او حکاکۍ کې ځوان استعدادونه روزي.

د فېروز کوه د انسټیټوټ مشر عبدالوحید خلیلي وايي، چې د دې انستیتوت په سلو کې څلوېښت محصلان نجونې دي چې زیاتره یې د زرګرۍ په برخه کې زده کړې کوي او خاص استعداد په کې لري .

ښاغلی خلیلي زیاتوي، چې د دغه انستیتوت د زده کړو خصوصیت داسې دی چې ښځې وروسته له فراغته په کور کې هم تولیدات کولای شي او بازار ته یې وړاندې کولای شي، دغه راز تر یو کال پورې د انستیتوت د کارموندنې برخه له دوي سره د کار په موندنه او دغه راز د کارخانې په جوړولو کې مرسته کوي.

د فېروز کوه انستیتوت د زرګرۍ د برخې د دوهم کال محصله کامله رحیمي په دې انستیتوت کې د خپلو زده کړو د بهیر په اړه وایي:

( کله چې موږ دلته راغلو لومړی استادانو د رسامۍ په مرسته موږ ته د ګوتو، امیلونو او داسې نورو ګاڼو ډیزاین راښود.

شپږ میاشتې مو رسامي کوله بیا مو عملي کار پیل کړ، په دوهم ټولګي کې په دوو برخو حکاکي او زرګري وویشل شوو، ما حکاکي برخه غوره کړه.

په حکاکۍ برخه کې غمي جوړو او ډیزاین ورکوو، دغه راز موزائیک کارونه هم کوو، چې په دې برخه کې له ګرانبیه تیږو صندوقچې، سګرت دانۍ او داسې نور شیان جوړو.)

کامله زیاتوي، چې غواړي په راتلونکې کې د زرګرۍ او حکاکۍ استاده شي او د خپل هېواد له ګرانبیه تیږو د افغاني کلتور ښکارندوی ښکلي او انتیک شیان جوړ کړي.

روهینا سدوزۍ هم د زرګرۍ او حکاکې د برخې محصله ده دا وایي، چې په خپل شوق دلته راغله ځکه له زرګرۍ او حکاکۍ سره یې خاصه علاقه درلوده:

(نیکونو مې زرګري کړې وه، نو زما هم شوق دې، موږ دلته له سپینو زرو او برنجو ډېر انتیک شیان جوړو دغه راز د غمیو ډیزاین هم کوو.

په اوونۍ کې پنځه ورځې له سهاره تر مازدیګره دلته زده کړه کوو، ټول وسایل د انستیتوت له خوا راکول کېږي، د شنبې په ورځ رخصت یو خو کولای شو دلته راشو او د انستیتوت له وسایلو په استفادې سره خپل ځان ته ځينې شیان طراحي او جوړ کړو او ځانته یې وپلورو.

په مسلکي کارونو سربېره موږ په دې انستیتوت کې دري، پښتو، انګلیسي ژبه او کمپیوټر هم زده کوو، دغه راز د دې لپاره چې په راتلونکې کې خپل مسلک کې کار وکړو او خپلو محصولاتو ته بازار پیدا کړو او ان بهرنیو بازارونو ته خپل محصولات ور وپېژنو نو موږ ته د تجارت په برخه کې هم زده کړې راکول کېږي.)

فېروز کوه انستیتوت ته محصلان له نهم او دولسم ټولګي جذبېږي او درې کاله زده کړې کوي او دیپلوم تر لاسه کوي چې دغه دیپلوم په افغانستان کې دننه او له افغانستان نه بهر د منلو وړ دی او دوي کولای شي د نړۍ د هنرونو په هر پوهنتون کې چې وغواړي تر دې لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.


نیمه نړۍ چې په کابل کې یې لینا شریفي لیکي او برابروي د هرې دوشنبې او سې شنبې په ورځو خپرېږي.

د ښځو لپاره د ازادۍ راډیو دا اونیزه خپرونه د همدې پاڼې په کیڼ اړخ کې د ږغ له برخې اوریدلای شﺉ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG