د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

د کندهار محلي موسيقي بیا را ژوندۍ کېږي


په داسې حال کې چې دا مهال په ټوله نړۍ کې د نورو هنرو تر څنګ د موسيقۍ هنرهم پرمختګ کړی او د موسيقۍ د ښه والي لپاره بېلابېل الات جوړ شوي.

خو د کندهار موسيقۍ د خپل پخواني حالت څخه کمزوره شوی او اوس د پخوا په شان مينه وال او اوريدونکي نه لري.

په کندهار کې ځیني محلي سندرغاړي او د موسيقۍ مينوال وايي، د کندهار موسيقۍ پخوا د افغانستان د نورو ولايتونو د موسيقۍ په پرتله ډير اوريدونکي او مينوال درلوده، خو په هېواد کې د ډول ډول نظامونو راتګ او د هغوي نه پاملرنه او د نورو هېوادنو د موسيقۍ يرغل د دې باعث شو چې د کندهار محلي موسيقي کمزوره او خپل مينه له لاسه ورکړي .

دوي وايي، که چېرې دولت موسيقۍ ته کار وکړي، نو ممکنه ده چې محلي موسيقۍ خپل اصلي حالت ته راشي او يو ځل بيا په هېواد او بهر کې مينوال پيدا کړي .

يو تن محلي سندرغاړي بشير احمد کندهاري:

(لومړې دنده د اطلاعاتو او کلتور د ریاست ده، چی د دا بیځایه شعرونو

چې په موسیقۍ کې ویل کیږي مخه ونیسي.)

په کندهار کې يو بل محلي سندرغاړي بشير احمد فريادي بيا د ټولو سندرغاړو او هنرمندانو نه همږغي او جلاوالۍ د موسيقۍ د ورکېدو لامل بولي:

(اوس هنرمندان ودونو ته د ښځو په غوښتنه غوښتل کیږي، داسې غزلې دوي غواړي، چې هغه وروسته د اوریدولو نه وي.)

د کندهار د محلي موسيقۍ يو بل استاد او پخوانی رباب ږغوونکي حيات الله ابدالي وايي، که چېرې د کندهار د سندرغاړو د روزلو لپاره داسې پروګرامونه جوړ شي، چې هغوي نور هم مسلکي شي نو په دې کار سره به د کندهار موسيقۍ را ژوندي او مينوال به يي زيات وي .

د کندهار د محلي موسيقۍ مينوال حاجي محمد اکبر نعمتي بيا د کندهار د محلي موسيقۍ د ودې لپاره د ملي سوداګرو ونډه مهمه بولي:

( زه غواړم، چې د ترنم د رنګین ماښام یو پروګرام دا به د هرې جمعې په شپه وي، جوړ کړم او د کندهار هنرمندان به را وغواړم.)

بل خوا د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ريس عبدالقديم پتيال وايي، د کندهار د محلي موسيقۍ د ښه والي او پرمختګ لپاره يي په لومړي ځل داسې هڅې پيل کړي، چې په پلي کېدو سره به يي د کندهار محلي موسيقۍ وده وکړي .

ښاغلي پتيال ازادۍ راډيو ته په خبرو کې وويل، چې دوي پلان لري چې د کندهار محلي سندرغاړي هندوستان هېواد ته د شپږو مياشتو زده کړو لپاره وليږي.

د ښاغلي پتيال په خبره د دې ترڅنګ دوي پلان لري، چې د يو شمېر پخوانيو هنرمندانو په ياد غونډې او کنسرټونه جوړ کړي .

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست په داسې حال کې د محلي موسيقۍ د ښه والي لپاره خپلې هڅې پيل کړي، چې د موسيقۍ يو شمېر مينوال بيا په کندهار کې د محلي تلويزوني شبکو او محلي راډيو ګانو غوښتنه کوي، چې د پردۍ موسيقۍ پرځای محلي موسيقي خپره کړي، تر څو د دې موسيقۍ مينوال ډير شي .

محمدصادق رښتينى - کندهار
XS
SM
MD
LG