د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۵

راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې


د حمزه بابا شعر: راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځل کې د قمرګلې په ږغ کې واورئ. دې محبوبې هنرمندې دا سندره په پوره مهارت سره ويلې ده.

يو مهال قمرګلې له يوې راډيو سره مرکه درلوده او په جلاوطنۍ کې يې د خپل درد کيسې ورته کولې. د هېواد پياوړي شاعر پير محمد کاروان ورته يو شعر وليکه:

ګلونو! په جرګه ورشئ بلبله مروره
اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره

دا داسې يو اواز ته وا جادو نه راوتلى
د غرونو د قُمري له كوكوكو نه راوتلى
له زړه نه كه د شاتو له كندو نه راوتلى
دا چا رانجه وركړي، چې غزله مروره
اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره

اواز د قمرګلې په اوبو كې ګلابونه
ګډېږي په نرګسو په شبو كې ګلابونه
شيخانو ته موسكي شي په تسبو كې ګلابونه
له خپل جنتي غږ نه نو بيا څله مروره
اواز يې اوښكې- اوښكې قمرګله مروره

نيلى د نغمو زين راوله، راشه په ركاب كې
كړه جوړه هنګامه په سرينده او په رباب كې
ورګډه په څپو شه د سندرو په درياب كې
موسكۍ شه، كه څه هم يې په زر ځله مروره
اواز يې اوښكې اوښكې قمرګله مروره
کاروان
1382_12_17ل كال، خيرخانه مېنه، كابل

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG