خبرونه
په چمن کې څلور افغانان ووژل شول
چارواکي وايي چې چاودېدونکي مواد او وسله په يوه ودانۍ کې ځای پرځای شوي وو چې وچاودېدل.
په سیمه کې یوه مقام ویلي چې په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان ټول هغه افغان کډوال وو چې په دې ودانۍ کې اوسېدل.
ګومان کېږي د وسله والو طالبانو مرکزونه په بلوچستان صوبه کې دي چې د افغانستان پولې ته نژدې چمن ښارګوټی یې یوه برخه ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خیبرپښتونخوا کړکېچن وضعیت؛ د اعلی وزیر په شمول د تحریک انصاف ۲۸۰ غړي نیول شوي
پاکستاني چارواکو له یکشنبې راهیسې د تحریک انصاف ګوند نږدې ۲۸۰ غړي نیولي دی.
دا وروسته له هغه چې د پاکستان مرکزي حکومت په خیبرپښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړ.
د بیړني حالت له اعلان وروسته د خبیرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان افریدی او د تحریک انصاف ګوند اړوند ځینې نور لوړپوړي چارواکي هم نیول شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري ویلي چې اعلی وزیر او د کابینې غړي یې نیول شوي او که کوم یو دوسیه ولري نو محاکمه به شي او پاتې نور به خوشې شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت اعلان غندلی او ویلي یې دي چې د اعلی وزیر سهیل افریدي په شمول د تحریک انصاف د مشرانو نیول د ده په خبره د «پنجابي جنرالانو» د ناقانونه او غیر ډموکراټیکه کړنو پایلې دي.
په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلان سره سم وضعیت کړکېچن بلل شوی او د تحریک انصاف ګوند او نورو مخالفو ګوندونو ګڼو پلویانو په څو سیمو کې مظاهرې پیل کړي خو امنیتي ځواکونه یې مخه نیسي.
اخوا د راپورونو په اساس د تحریک انصاف د ګوند د لوړپوړو مشرانو په کورونو باندې د پاکستان امنیتي ځواکونو چاپې هم وهلي که څه هم حکومتي چارواکو دا خبر لا نه دی تایید کړی.
پر سعودي د حوثیانو د بریدونو دوام؛ د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپیانو ۳۰۰ ته ورسېد
د سعودي عربستان پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۴ او د ټپیانو ۳۰۰ ته رسېدلی.
حوثيانو یو وار بیا د یکشنبې په ماښام د ریاض د ملک خالد هوايي ډګر هدف وګرځاوه چې یو کس پکې ووژل شو او ۱۱ نور ټپیان شول.
اخوا د دمام په ملک فهد هوايي ډګر هم برید شوی.
شنبه ناوخته د ریاض په هوايي ډګر برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰ نور کسان ټپیان دي.
ترکیې، پاکستان، مصر او سعودي په حوثیانو غږ کړی چې سمدستي دا بریدونه ودروي.
ګڼو نورو هېوادونو هم دا بریدونه غندلي.
امریکا او اسټرالیا سعودي کې له خپلو اتباعو غوښتي چې د ریاض هوايي ډګر له لارې له سفرونو ډډه وکړي.
هندي پولیسو سلګونه مظاهره چیان نیولي
هندي پولیسو د یکشنبې په ورځ هم سلګونه مظاهره چیان نیولي دي.
په هند په تېره نوې ډهلي کې له څو ورځو راهیسې د کاکروچ یا «سوسک» خوځښت په غوښتنه لسګونه زره ځوانان او د مخالف ګوند غړي د انتخاباتو کمیسیون پر ضد لاریون ته وتلي دي.
د کاکروچ خوځښت مشر ابیجیت دیپکي او دوه نور مشران په نوې ډهلي کې نیول شوي خو محکمې د یکشنبې په ورځ امر کړی چې دا کسان دې خوشې شي.
مظاهره چیان د هند د انتخاباتو کمیسیون د مشر ګیانش کمار د لرې کولو غوښتنه کوي.
د انتخاباتو کمیسیون د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاح په نوم د لږ تر لږه ۱۳۰ میلیونو کسانو نومونه له لیسټونو لرې کړي او دلیل یې راوړی چې نومونه یې تکراري او د رایو په شرایطو برابر نه دي.
خو مظاهره چیان او مخالف ګوند وايي چې د انتخاباتو کمیسیون په دې کار سره د واکمن ګوند بهارتیا جاناټا په ګټه کار کوي.
د اروپايي ټولنې مشرانو د اوکرایین له ولسمشر ملاتړ ښوولی
د اروپايي ټولنې مشرانو یو وار بیا د اوکرایین له ولسمشر ولودومیز زیلینسکي خپل ملاتړ وښود.
دا وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ډیزلو پر صادراتو د بندیزونو د کمولو اعلان وکړ او وروسته یې وویل چې وخت یې رارسیدلی څو اوکرایین "نوی مشر" ولري.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس په خپله ایکس پاڼه لیکلي: دا یې وخت نه دی چې په روسیې باندې فشار کم شي او اروپا به دا کار ونه کړي. هغې د ډیزل تیلو په اړه تړون غندلی او خبرداری یې ورکړی چې دا عایدات به د مسکو جګړه تمویلوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې جمهور رییس ولادمیرپوتین د یوې ټیلیفونې اړیکې په مټ د د اکتوبر په نهمه د روسیې د تیلو په صادراتو د بندیزونو د نرمولو په اړه موافقې ته ورسېدل.
د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت له امیرخان متقي سره لیدلي
د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي مرستیال طارق علي بخیت کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي همکاریو سازمان کې افغانستان په مهم ځای او له افغانستان سره د رغنده تعامل په اړه خبرې وشوې.
تېر سپټمبر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډه کې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته کې له واکمنو چارواکو سره په داسې تعامل ټینګار وکړ چې د افغانانو په ګټه وي او هم د بشري چارو دوام ډاډمن کړي.
سرمنشي اسماعیل په کابل کې د اسلامي همکاریو د سازمان د دفتر له لارې د نجونو د تعلیم، روغتیا او ټولنیز یووالي په برخو کې د ځینو هڅو یادونه هم کړې وه.
په یو شمېر ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شوی
د دوشنبې له ورځې په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی.
د طالبانو د اوبو او بریښنا وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په خوست، پکتیا، لوګر،میدان وردک، کاپیسا،پروان،پنجشیر،ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان کې د سختو اورښتونو په سبب د سیلابونو د بهېدو خطر موجود دی.
ددغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې دا خبرداری په پام کې ونیسي او رودونو او خوړونو په څېر هغو سیمو ته نږدې نه شي چې د سیلابونو د بهیدو احتمال پکې شته.
د افغانستان بیلابیلې سیمې د سیلابونو د راوتلو په سبب په وروستیو څو میاشتو کې اغېزمنې شوي چې تر ټولو لویه او مرګونې پېښه د نورستان اړوند وه.
د نورستان د مرکز پارون او اړوندو سیمو کې تېر جولای/اسد میاشت د خطرناکه سیلابونو په راوتلو سره لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او څه باندې ۸۰ نور ټپيان شول.
د پاکستان مرکزي حکومت په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت اعلان کړ
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ فدرالي کابینې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت ناوړه وباله او په دې ایالت کې یې بیړنی حالت اعلان کړ.
کابینې په دغه ایالت کې د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې د بېړني حالت او د ګورنر د واکمنۍ د پلي کېدو منظوري ورکړې ده.
په خیبرپښتونخوا کې وروسته له هغه بیړنی حالت اعلان شو چې په دغه ایالت کې د واکمن ګوند، تحریک انصاف له لوري پراخ لاریونونه پیل شول.
په خیبرپښتونخوا کې د بیړني حالت له اعلان سره د تحریک انصاف ګوند حکومت او پارلمان لغوه کېږي او والي یا ګورنر، چې د مرکزي حکومت استازی دی، واګې په لاس کې اخلي.
استرالیا په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله
د استرالیا سلګونو وګړو، پخوانیو او اوسنیو پوځيانو او د وژل شویو سرتېرو کورنیو نن په پلازمېنه کانبرا کې په افغانستان کې د استرالیايي پوځيانو د ماموریت ۲۵مه کلیزه ونمانځله.
استرالیا د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۱۱مه، په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې له تروریستي بریدونو یوه میاشت وروسته، د القاعده او طالبانو پر ضد د نړیوالو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې افغانستان ته ځواکونه ولېږل.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیزي په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د ماموریت د کالیزې په مراسمو کې د هغو استرالیايي سرتېرو زړورتیا او قربانۍ وستایلې چې په دغه ماموریت کې یې برخه اخیستې وه. هغه وویل، استرالیا له خپل متحد، امریکا سره د ملاتړ لپاره افغانستان ته ولاړه، ځکه د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه د ژوند پر هغه ډول برید و چې د استرالیا خلکو ته هم ارزښت لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې
افغان طالبانو او پاکستاني پوځ تایید کړه چې پرون ناوخته دواړو خواوو د پکتیا د ډنډ پټان او د کورمې ترمنځ پر ډیورند کرښه له یو بل سره نښته کړې ده.
د طالبانو ۲۰۳ منصوري قول اردو د شنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د دې قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې او افغان ځواکونو هم ځوابي ډزې وکړې.
خو د پاکستان د پوځ عامه اړیکو څانګې نن (یکشنبه) ویلي چې د دوی ځواکونو ۱۲ پاکستاني او افغان طالبان هغه مهال وژلي چې غوښتل یې د پاکستان خوا ته ننوځي.
د پاکستان پوځ د خپل یوه پوځي افسر د وژل کېدو یادونه هم کړې ده.
پاکستان د افغانستان د طالبانو حکومت په دې تورنوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ډلو ته یې پناه ورکړې. د افغانستان د طالبانو حکومت بیا پاکستان تورنوي چې داعش او د طالبانو نورو وسله والو مخالفانو ته یې پناه ورکړې او د هغو ملاتړ کوي.
د ریاض پر هوايي ډګر د توغندويي برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د توغندويي برید له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي. د برید پړه پر حوثي وسلهوالو اچول شوې، خو دې ډلې لا په رسمي ډول د برید مسوولیت نه دی منلی.
د فرانسې خبري اژانس د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې برید د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت شاوخوا درې بجې شوی دی. د سعودي چارواکو په وینا، په وژل شویو کې د دغه هېواد څلور وګړي، دوه بنګلهدیشیان، یو امریکايي او د سوریې او اردن وګړي شامل دي. پنځه ټپیان د سختې درملنې په څانګه کې بستر شوي دي.