د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

د موسیقۍ د ټولنې له خوا ازادۍ راډیو ته ستاینلیک

د افغانستان د هنرمندانو د موسیقۍ د ټولنې له خوا نن ازادۍ راډیو ته ستاینلیک ورکړل شو.

د دې ټولنې عمومي رییس حیات ګردیزي وویل، چې دا ستاینلیک یې له دې امله ازادۍ راډیو ته ورکړ چې دې راډیو د افغانستان د اصیلې موسیقۍ د خپرولو په برخه کې د پام وړ فعالیتونه کړي.

حیات ګردیزي د ازادۍ راډیو ټولې خپرونې په ځانګړي توګه په پښتو او دري ژبو کې د افغاني موسیقۍ د خپرولو پروګرام وستایه.

ازادۍ راډیو هره ورځ د غرمې له دولسو نه تر دوو بجو پورې په پښتو او دري ژبو د موسیقۍ پروګرام خپروي.

XS
SM
MD
LG