د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ولې ځیني کورنۍ د لوڼو او زامنو تر منځ فرق کوي؟


د کورني ژوو ساتنه

د افغانستان د کلیو بانډو او ځینو ښارونو خلک په خپلو کورونو کې ځینې حیوانات ساتي د غوا او میږو نه له شیدو او د نورو حیواناتو له غوښې او پوست نه ګټه اخلي، خو سپي او پشکې بیا ډیری وخت شوقي ساتي، د دې ټولو حیواناتو له ښې ساتنې سره یو څه چې ډیر مهم دي هغه پاکۍ ته پاملرنه ده خو ځینې کسان بیا دا کار نه کوي بې شمېره حیوانات په ناپاکه ځای کې ساتي.

د پغمان اوسیدونکی امام الدین وایي، چې ځینې کورنۍ بیا بېلابېل مرغان د خونو په چتونو کې زړوي چې دا کار هم د کور د چټلۍ لامل ګرځي.

د لوګر اوسیدونکی محمد خطاب له هغو ماشومانو نه یادونه کوي، چې له سپي او پشکې سره لوبې کوي بیا یې اور ته ور اچوي، چې دا کار بیا له حیواناتو سره لوی ظلم دی.

د کابل اوسیدونکی قدرت الله وایي، ځیني کسان له مرغانو او حیواناتو سره دومره مینه لري چې د هغو چټلۍ هم پاکه ورته ښکاري.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.


د پکتیکا اوسیدونکی سلیمان خیل په دې باور دی، چې ماشومان له حیواناتو سره ډیره مینه ښيي هغوي په پاکۍ او چټلۍ باندې نه پوهیږي چې په لاس ورشي بیا یې له ځان څخه نه لرې کوي.

ولې په کورنیو کې د لور او زوی تر منځ فرق ډیر دی؟

تاسو به هم لیدلي وي، چې په ځینو کورنیو کې مور پلار یا نور مشران د اولادونو په تیره د لور او زوی تر منځ ډیر فرق کوي، خو دې ته یې پام نه وي چې په دې کار سره خپله په لوی لاس کورنۍ ستونزې رامنځته کوي .

د لوګراوسیدونکې سکینه بیا وایي، چې هیڅکله یي د ټولو اولادونو په تیره د لور او زوی ترمنځ توپیر نه دی کړی، خو لورګانې پرې ګرانې دي.

که چېرې د اولادنو ترمنځ د توپیر خبره اوږده شي نو کیدلای شي چې اولادونه د خپل مور پلار درناوی ونه کړي د کندوز اوسیدونکی ولي محمد وایي، چې دا کار ګڼې ستونزې پیدا کوي.

او د خپرونې په وروستيو كې تمثیلي ټوټه هم اورېدلاى شئ.

دا خپرونه په كابل كې فرشته مرسل برابروي چې د هرې سې شنبې او چهار شنبې په ورځو خپريږي.

دا خپرونه د پاڼې په کیڼ اړخ کې د(ږغ) له برخې اورېدلی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG