د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۸

د ځانګړې محکمې له خوا ځيني بریالي اعلان شوي کاندیدان ګواښل شوي


داوود سلطانزوی وايي، چې د سیمې ځینو هېوادونو دوی ته ګواښ کړی دی .
داوود سلطانزوی وايي، چې د سیمې ځینو هېوادونو دوی ته ګواښ کړی دی .

یوشمېر هغه معترض کاندیدان چې د ځګړې محکمې ګټونکي اعلان کړي، وايي چې د دې محکمې د پریکړې له اعلان وروسته د ځینو ګاونډیو هیوادونو له خوا ګواښل شوي دي.

که څه هم متعرضه کاندیدان، چې ځانګړي محکمې بریالي اعلان کړي، د هغو هیوادونو نومونه نه اخلي چې وايي، دوی ګواښلي، خو زیاتوي چې دا مساله یې له استخباراتی ادارو سره شریکه کړې.

دوی د یکشنبی په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د ځانګړې محکمې له پریکړی ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې دوی ته دا ګواښ ځکه شوی، چې د یو شمېر هغو کسانو په ځای ولسي جرګې ته ورځي، چې د ګاونډیو هیوادونو په مرسته بریالي شوي وو.

د دې غونډې په څنډه کې د ځانګړي محکمي په پریکړه بریالی شوی کاندید داود سلطانزوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

″ګواښ موجود دی، ځینو ته ګواښونه شوي دي، ما دا موضوع جدي نیولې او د افغانستان امنیتي ادارو سره په تماس کې یم او دا موضوعات مو ورسره شریک کړي دي.

د سیمې هېوادونه غواړي موږ وډار کړي، دوی وايي، چې دوی به نه پریږدو، خو موږ له دې نه ویریږو، ځکه په ژوند کې مو ډېر څه لیدلي دي.″

د ځانګړې محکمې د پریکړې له مخې به د ولسي جرګې د دوه شپیته برحاله وکیلانو ځای متعرض کاندیدان ونیسي.

که څه هم معترضه کاندیدانو د کوم هیواد نوم وانخست، خو تر دې مخکې په ځینو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ایران په یو زیات شمېر کسانو پانګه ونه کړې، څو هغوی ولسي جرګې ته ننه باسي.

د خپرو شویو رپورټونو له مخې ایران هڅه کوي، چې د افغانستان به مقننه قوه کې د نفوذ له لارې د ډیرو هغو تړونونو مخه ونیسي، چې دغه هیواد یې د ځان په زیان بولي.

بریالیو اعلان شویو کاندیدانوهمدا راز له عدلیی او قضایی ادارو څخه وغوښتل، چې د ۱۳۸۹لمریز کال د ولسی جرګي د انتخاباتو د بحراني کیدو په جرم دې د انتخاباتود خپلواک کمیسیون د چارواکو ترڅنګ نړیوالې څارونکې محاکمه کړي.


دوی، د ولسي جرګې په سر روانه لانجه د انتخاباتو د خپلواک کميسیون درغلۍ او د نړیوالو څارونکي بیغوري ښیي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یوه ویاند تابش فروغ، ازادي راډیو ته یوځل بیا د ځانګړي محکمي کړني غیر قانونی وبللې او ویې ویل، چې ټاکل شوې، د دې کمیسیون چارواکي دوشنبې په ورځ د ځانګړې محکمې د پریکړه په اړه خپل رسمي غبرګون څرګند کړي.

″ټاکل شوې، چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ځانګړې محکمې د پریکړې په اړه خپل دریځ سبا او یا هم په نږدې راتلونکي کې څرګند کړي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په خپل مخکنی دریځ ولاړ دی او د انتخاباتي درغلیو د څیړلو ځانګړې محکمه غیرقانوني بولي.″

یوشمېر نور متعرضه کاندیدان، چې ډیرې رایې یې وړې وې او د ځانګړې محکمې له خوا هم نه دي بریالي شوي، په دې غونډه کې یې وویل، چې ممکن په دې لېست کې نور بدلونونه هم راشي.

دغه کاندیدانو چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل، چې ځانګړې محکمه تر فشار لاندې وه او اوس یې هم په بیړه خپله پریکړه اعلان کړه.

د ۱۳۸۹ لمریز کال د وږي د میاشتې د ولسې جرګې انتخابات هله بحراني شول، چې د دې انتخاباتو سلګونه کاندیدانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د دی انتخاباتو په لومړۍ پایلو اعتراض وکړ.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG