د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

د ولسي جرګې د انتخاباتو ٢٥فيصده نتايج باطل شول


د ولسي جرګې د انتخاباتي شکایاتو د څېړنې ځانګړې محکمې پرون د ولسي جرګې د انتخاباتو په سلو کې 25 نتایج باطل اعلان کړل.

دې محکمې له څو میاشتنيو څېړنو وروسته پرون علني غونډه وکړه او د 27 ولایتونو د درغلیو په اړه نتایج یې په جلاجلا ډول اعلان کړه.

د دې محکمې رئیس مولوي صدیق اله حقیق د لسګونو هغو کاندیدانو نومونه اعلان کړل چې د ده په وینا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا ډیرې رايې ورکړل شوې دي.

ښاغلي حقیق ټنیګار وکړ چي هغه ټول کاندیدان باید د ولسي جرګې د غړو په توګه وپېژندل شي چې حق یې د انتخاباتو د کمېسیون له خوا خوړل شوی دی.

د ولسي جرګې مرستیال منشي محمدفرهادعظیمي وايي چې دا حکم د ولسي جرګې د دوه شپېتو غړو پر برخلیک اغېز کوي.
XS
SM
MD
LG