د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۷

د عطرو ګټې څه دي؟


ګرانو ځوانانو نننۍ خپرونه پر دغو مطالبو راڅرخي:

د خپرونې په پيل كې د عطرو په اړه يو مطلب لرو، چې دا مهال ځوانان كوم ډول عطرونه زيات كاروي، د عطرو ګټې څه دي او عطر بايد څه ډول وكارول شي؟

او ورپسي به په ښوونځيو كې د هلكانو پر يو نيفورم وغږيږو، چې ايا د ښوونې او روزنې په چوكاټ كې د هلكانو لپاره هم يونيفورم شته او كنه؟

د خپرونې په وروستيو كې د اونۍ سندره هم خپريږي.

د عطرو ګټې څه دي؟:

عطر يوه عربې كليمه ده او لكه څنګه چې په كتابونو كې راغلي دي د اسلام پيغمبر به هم د(سكته ) په نوم عطر ډير خوښوله, په ډيرو لرغونو زمانو كې عطرونه په مصرهېواد كې جوړېده او بيابه په (عطاريو) كې پلورل كيده، په هغه زمانه كې مصريانو په خپلو عبادت ځايونو كې عطر د دوديزو مراسمو په ډول سوځول، خو د وخت په تيريدو سره لرغوني يونان عطر د ښه بوي لپاره په بېلابېلو رنګونو او ډولونو سره جوړ كړه چې دا دى نن سبا يې زيات خلک د ښه بوي په توګه كاروي.

د كابل ښار له يوه اوسيدونكي محمد خوشحال سره په داسې حال كې مخ شوم، چې په يوه دوكان كې يې د ځان لپاره عطر اخيستل له نوموړي مي وپوښتل چې كوم عطر يې ډير خوښيږي؟

دا خپرونه د ږغ له برخې د همدې په پاڼې په کیڼ اړخ کې اوریدلای شئ


خو د عطرونو له ټولو ښيګڼو سره، سره د عطرو استعمال خپل اداب لري، كه عطر په خپله طريقه ونه كارول شي نو د ګټې پر ځاى ممكن تاوان رامنځته كړي.

د زابل ولايت اوسيدونكى محمد شفيع د عطرو د بې ځايه استعمال په اړه خپله يوه خاطره بيانوي.


محمد شفيع دا هم راته وويل، يو شمېر هغه كسان چې د عطرو له استعمال سره بلد نه دی، له داسې عطرو څخه كار اخلي چې شاوخوا نورو كسانوته مشكل جوړوي.

ځوان نجيب الله، چې د عطرونو د بې ځايه استعمال څخه خوښ نه دى وايي، داسې كسان شته چې سر پر سر عطرونه كاروي او په خپل شاوخوا كې نورو خلكو ته هيڅ پام نه كوي.

د ښځینوو او نارینوو عطرونو ترمنځ توپیر شته او کنه:

ګڼ شمېر كسان له دې څخه خبر نه دي، چې د ښځينوو او نارينوو د عطرونو ترمنځ توپير شته او كنه؟

د لوګر اوسيدونكې چې نه غواړي نوم يې خپور شي له عطرو سره نا بلده دی.

د كابل ښار په ګل بهار سنټر كې مې له يوه دوكاندار سليمان څخه وپوښتل، چې اوس مهال ځوانان كوم ډول عطرونه ډير اخلي او د عطرونو قيمتونه څومره دي.

د يوه زده كوونكي لپاره يو نيفورم څومره ګټور دى؟:

كه خوشبويې او عطرونه د انسانانو په ښكلا او جاذبه كې اهميت لري نو يو نيفورم يا په ځانګړي سازمان كې يو شان جامې اغوستل هم د ځينو كسانو په نظر خپله خاصه جاذبه لري، موږ هم د خپرونې دوهمه برخه د زده كوونكو يونيفورم ته بيله كړې ده، د افغانستان په دولتي ښوونځيو كې انجوني زده كوونكي خپل يونيفورم لري، خو هلكان بيا يونيفورم نه لري.

د كابل ښار له يوه اوسيدونكي احمد خالد نيازى څخه مې وپوښتل، چې د يوه زده كوونكي لپاره يو نيفورم څومره ګټور دى؟

خو يو شمېر داسې كورنۍ هم شته، چې د اقتصادي مشكلاتو له امله نشي كولاى د خپلو اولادونو لپاره ځانګړى يونيفورم برابر كړي.

كه ځیني كسان د نيستۍ او غربت له امله نشي كولاى چې په ځانګړي يونيفورم كې ښوونځي ته ولاړ شي نو ځيني داسې كسان بيا هم شته چې د سيمه ايزو دودونو او د خلكو د غوښتنو له امله ښوونځيو ته په ځانګړي يونيفورم كې تګ راتګ ښه نه ګڼي.

پر ولايتونو سربيره په مركز كابل كې هم يو شمېر زده كوونكي په دې نظر دي چې يو نيفورم بايد يوازې پر انجونو عملي سي نه پر هلكانو.

د كابل ښار اوسيدونكى سردارمحمد وايي، هلكان له ښوونځيو تر رخصتيدو وروسته د كار وبار ځايونو ته ځي، نو ځكه خو ښوونځيو ته په كاليو كې تګ دي نه منع كيږي.

خو ننګيالى هغه ځوان دى، چې وايې كه يو زده كوونكى يونيفورم واغوندي نو منظم به ښكاري، نوموړى د ښووني او روزنې وزارت له مشرانو غواړي چې د افغانستان په ټولو ښوونځيو كې د زده كوونكو يونيفورم منظم شي.

دا چې په ښوونځيو كې د لوست پرمهال زده كوونكو ته يونيفورم څومره كټور دى او د ښووني او روزني وزارت چارواكي په دې اړه څه نظر لري.

د رپوټونو له مخې درې كاله وړاندې هم د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت خبر وركړى و، چې ډير ژر به د ټول افغانستان په ښوونځيو كې د هلكانو يونيفورم هم تنظيم كړي، خو داسې ښكاري چې نوموړي وزارت خپل دغه پلان نه دى عملي كړى.

په دې اړه چې ولې لا تر اوسه پورې د ښوونې او روزنې وزارت په دې نه دى توانيدلى چې پر زده كوونكو يونيفورم عملي كړي.

درنو ځوانانو داوه د دې اونۍ د تاندې څانګې خپرونه كه تاسې يې په اړه خپل نظر شريكول غواړئ، نو كولاى شئ چې موږ ته يې پر دې پته په ليك كې راوليږئ.

زمونږ د پوسټ بكس شمېره ده ۱۴۷۱ كابل افغانستان.

تر بيا ښې چارې الله مو مل شه.

دا خپرونه نظيفه رومان جوړوي او تاسې يې د اونۍ په دغو ورځو كه اوريدلاى شئ.

د شنبې په مازديګر ۱۵:۶ او د دوشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجو له ازادۍ راډيو خپريږي.

دا خپرونه د ږغ له برخې د همدې په پاڼې په کیڼ اړخ کې اوریدلای شئ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG