د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د خښتو د بټیو موجودیت د کابل ښار هوا ککړې کړې ده


په کابل کې د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د خښتو دا بټۍ باید لرې انتقال شي.
په کابل کې د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د خښتو دا بټۍ باید لرې انتقال شي.

که څه هم د چاپیریال ساتنې اداره وایی، چې د وزیرانو شورا د کابل ښار له شاوخوا سیمو څخه د خښتو د بټیو د لرې کولو حکم ډیر پخوا کړې، خو لا هم دا بټې فعاله دي.

که څه هم د چاپیریال ساتنې اداره وایی، چې د وزیرانو شورا د کابل ښار له شاوخوا سیمو څخه د خښتو د بټیو د لرې کولو حکم ډیر پخوا کړې، خو لا هم دا بټې فعاله دي.

د دې بټیو د موجودیت له کبله، چې په کې نا سالم سوند مواد کارول کیږي او چاپیریال ته یې ستر ګواښ پیښ کړی دی، د کابل ښاریانو شکایتونه مخ په زیاتیدو دي.

د چاپیریال ساتنې په اداره کې د طبعي زیرمو د خوندیتوب رییس سلیمان شاه سالار ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خښتو د دغو بټیو په اړه د وزیرانو شورا پریکړه د قانون پلې کوونکو ادارو ته استول شوی، چې باید پلې شي.

″زموږ ادارې تېر کال یانې ۱۳۸۹ کال کې دا موضو کابینې ته وړاندې کړې ده، چې ولسمشر کرزی هم په کې شامل دی، هغوی پرېکړه کړې ده، چې دا بټۍ باید وتړل شي.

هغوی ته شپږی میاشتې وخت ورکړل شوی و، څو دوی خپل ځیني مواد انتقال کړي، خو تر اوسه پورې دا بټۍ نه دي تړل شوي.″

که څه هم تراوسه پورې دا نه ده څرګنده، چې په څومره شمېر کې د خښتو بټۍ موجودې دي، خو اکثره دغه بټۍ د کابل ښار په لمنو کې فعالیت کوي او د سمیې اوسیدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

د ښار یو شمېر اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د خښتو په دغو بټیو کې تر ډیره غیر معیارې سوند مواد، چې په کې پلاسټیک، زاړه ټایرونه او داسې نور سوځول کیږي.

د کابل د ده سبزو د سیمې یو اوسیدونکې پاچا خان له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې له اړوندو دولتي چارواکو وغوشتل، چې دا بټۍ باید نورو سیمو ته ولیږدوي.

″له خلکو او بهرنیو هېوادونو څخه مو سوال کړی، څو نوی کابل جوړ کړو، خو دوی دلته د خښتو بټۍ دلته جوړې کړي او دا چاپیریال ساتنې ته یو ګواښ، نو کله چې چاپیریال ککړ شي، نوی کابل هېڅ ګټه نه لري.

کورنیو چارو وزیر او هر څوک چې مسوول دي، باید بټۍ له دې ځایه بل ځي ته انتقال کړي، څو چاپیریال ککړ نه شي.″

په ځینو رپورټونو کې ویل کیږي، چې د خښتو د دغو بټیو لپاره یو شمېر شخصي او کرنیزې ځمکې په کرایه نیول شوي دي.

خو کابل ښاروالۍ بیا وایي، چې د دغو بټیو د لرې کولو لپاره ځینې اقدامات شوي، خو د کابل ښار غیر پلاني پراختیا د دې سبب شوی، چې د خښتو دا بټۍ بیا هم د هستوګنې په سیمو کې راشي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال خوږمن علومي ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل.

″زموږ لومړنۍ ستونزه د دوی د سوند مواد وو، چې دا مساله مو په جدي توګه کنټرول کړې او بیا بیا یې څارو، بله دا، چې موږ غواړو دوی لرو سیمو ته ولیږدوو. موږ په دغو پروګرامو کار کوو، ځکه پوهیږو، چې دوی چاپیریال او هوا ککړوي.″

پلازمینه کابل د هیواد تر ټولو ستر او د زیات نفوس لرونکی ښار دی، چې د هوا او چاپیریال ککړتیا یې د اندیښنې تر حده زیاته شوې.

افغان دولت په ښار کې د هوا د ککړتیا د کچې د کمولو لپاره تیر کال د جمعې ترڅنګ د پنجشنبې ورځې هم په لنډ مهاله ډول رخصت اعلان کړی، څو په ښار کې د موټرو په ګرځیدو کې کمې راشي.

خو له دې سره سره د خښتو د بټیو موجودیت په موټرو کې د بې کیفیته تیلو کارول او همداراز په ښار کې دننه په موجودو حمامونو کې د غیر معیاري سوند موادو کارول د دې سبب شوی، چې د ښار هوا لا پسې ککړه شي.

راپور: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG