د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۴

په کونړې کې د ملي اردو یوه چورلکه راغورځېدلې

راپورونه وايي د کنړ په مرکز اسداباد کې نن د ملي اردو یوه هلیکوپتر را پریوتله.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د هلیکوپتر له رالویدو سره سم په سیمه کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

د نوموړي په وینا له پیښې وروسته ساحې ته امبولانسونه ورسیدل.

په کونړ کې د ملي اردو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل، چې په پيښه کې د هلیکوپټر څلور سوارلۍ ټپیان شوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG