د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

امریکايي پوځ:په یوې جګړې کې افغان سرتیرو یوازې پرېښې وو


د نورستان د ولایت د یوې مخکینۍ جګړې په اړه د امریکا د پوځ څیړنې وايي، د څو امریکايي افسرانو ناسمه قومنده د دې لامل شوه چې په دې جګړه کې د امریکايي سرتیرو څخه اته تنه ووژل شي او د ګڼو نورو ژوند له خطر سره مخ شي .

دا پېښه د ۲۰۰۹ کال په اکتوبر کې په نورستان کې پېښه شوې وه، چې په سلګونو وسلوالو د امریکايي ځواکونو پر هغې اډې چې له سیمې د انتقال په حال کې وه برید وکړ .

د دې جګړې په اړه د څیړنو راپور د جمعې په ورځ د امریکا پوځ خپورکړې چې په جګړه کې د افغان سرتیرو په رول هم په کې انتقادونه شوي .

څلور تنه امریکايي پوځي افسران په نورستان کې د ۲۰۰۹ کال په اکټوبر کې د وسلوالو سره په جګړې کې په غفلت او بې پامۍ تورن شوي چې د امریکا د پوځ په وینا يې د درې پنځوسو سرتیرو ژوند له خطر سره مخ کړی و .

دا په تیره لسیزه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ یو له سختو جګړو بلل شوې په اړه یې د څیړنو راپور د جمعې په ورځ خپور شو .

په راپور کې راغلي چې څلور واړه افسران مجازات شوي او د تنبیه لیکونه یې هم تر لاسه کړي دي .

راپور وايي، جنرال سټینلي مک کریسټال چې هغه مهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان وو دې افسرانو ته چې په کې یو تورن ، یو جګړن ، یو ډګرمن او یو ډګروال و مجازات تایید کړې وو .

د امریکا پوځ د مجازات شوېو افسرانو نومونه نه دي ښودلي .

د دې جګړې په اړه څیړنې د امریکا د پوځ یو جنرال ګای سووان کړي او وايي، چې تر دې برید دمخه داسې راپورونه و چې ګڼ شمېر وسلوال د یوې لوی حملې پلان لري .

دوی وايي، دا راپورونه یو شمېر امریکايي قومندانانو ته رسیدلې و خو هغوي پر جدي غور نه و کړی .

همدارنګه د نورستان په غرنۍ سیمه کې له دې پرتې پوځي اډې څخه امریکايي سرتیري د انتقال په حال کې وو او داسې ناڅاپي بریدونو لپاره کوم پلان نه و جوړ شوی . همدا د دې لامل شو چې درنه مرګ ژوبله ور واوړي .

په راپور کې ویل شوي، چې پر امریکايي اډې د وسلوالو د برید پر مهال ګڼ شمېر افغان پوځیان هم په سیمه کې و چې د دې راپور په حواله یا له جګړې و تښتیدل او یایې ځانونه پټ کړل .

راپور د جګړې د عیني شاهدانو له قوله وايي، څو ځایه یې افغان سرتیري ولیدل چې په تاوده جنګ کې یې ځانونه په کوټو کې بند کړي وو .

په راپور کې راغلي کله چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ځینې افغان سرتیري په امریکايي هیلوکوپترې کې بلې سیمې ته انتقالیدل نو په بکسونو کې یې دیجیټل کمرې او نور داسې شیان وموندل شول چې فکر کېږي د امریکا سریترو څخه به یې غلا کړي وو .

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، د افغان ځواکونو د کمې وړتیا او بې نظمۍ په اړه دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې امریکا د افغانستان په ملي اردو او پولیسو ملیاردونه ډالرو لګولي او لګوي یې او ټاکل شوې ده چې په نژدې راتلونکې کې همدی ته د ځینو سیمو د امنیت ساتنې مسولیت ور وسپاري .
XS
SM
MD
LG