د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۳

د طالبانو د اتلسو مشرانو نومونه له تور لسټ څخه ویستلې کیږي


په افغانستان کې د سولې او پخلاینې روانې هڅې پرمختګونه او خنډونه هغه څه دي، چې په کابلکې خپریدونکو ورځپاڼو پرې نن پراخ بحثونه کړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د پخلاینې په برخه کې یو نوي پرمختګ ته اشاره کوي او وایی، چې د طالبانو د اتلسو مشرانو نومونه له تور لسټ څخه ویستلې کیږي.

ورځپانه لیکي، که چیرې دا کار وشي، نو دوی کولې شي په دریم هیواد کې سیاسي دفتر پرانیزي او د سولې د هڅو په لړ کې بیلابیلو هیوادونو ته سفرونه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا امریکا او بریتانیی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وخت ورکړې، چې د روانې جون میاشتې تر پایه دې ددوی نومونه له تورلسټ څخه وباسي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د امریکا او بریتانیی دا هلې ځلې د طالبانو د یوې اساسي غوښتنې پوره کیدل بللي او لیکلي، چې دا د سولې د خبرو لپاره د لویدیځ د چمتوالي تر ټولو ښه بیلګه ده.

ورځپاڼې لیکلي، له تور لسټ څخه د کومو مشرانو د نومونو د لرې کولو لپاره، چې هلې ځلې روانې دي، په هغو کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د امربالمعروف او نهې عن المکر مشر قلم الدین هم شامل دې.

د ورځپاڼې په باور دغه وروستې اقدام په ټولنه کې د طالبانو د بیا شاملیدو لپاره د زمینې د برابرولو یو ښه پیغام دې.

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا په هیواد کې د یو داسې خوځښت د پیل خبر ورکړې، چې هدف یی د سولې د روانو هڅو په وړاندې د خنډونو جوړول دي.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره دا ډله هغه سیکولران، شعله یان او پرچمیان بللي، چې له بحران څخه د ژغورنې د شورا په نامه په یو خوځښت کې سره راټول شوي.

د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو شنډول، د بن په دویمه ناسته کې د افغان ملت ټوټې کول او راتلونکو انتخاباتو ته تیارې ددوی مهم اهداف جوړوي.

ورځپاڼې ددې ډلې په اړه د ځینو کتونکو نظرونه هم راخستي او لیکلي، چې پدې ډله کې راټول شوي کسان تر ډیره هغه خلک دي، چې له هیواده زیات د بهرنیانو ګټو ته زیات ژمن دي.

په ورځپاڼه کې ددې ډلې د غړو انځورونه هم خپاره شوي، چې پکې پخواني دولتي چارواکي د ملي شورا او د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون غړي شامل دي.

په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه مخ په زیاتیدونکې اندیښنې بله مهمه مسئله ده، چې په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو راخستې.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې ددې ستونزې په اړه د ناټو د قومندان جنرال پیترویس څرګندونې راخستي، چې ویلي، د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ولسمشر کرزي اندیښنې پر ځای دي.

ورځپاڼه د ناټو د قومندان په حواله وړاندې لیکي، چې د عامه خلکو مرګ ژوبله د بهرنیو ځواکونو لپاره هم د منلو وړ نده او دوی هڅه کوي دغه مرګ ژوبله صفر ته راټیټه کړي.

خو خدمتګار بیا پدې ټینګار کړې دې، چې ددې ستونزې د هواري لپاره باید یو کاري میکانیزم جوړ شي.
XS
SM
MD
LG