د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۹

صميم: متخصص ډاکټران او ښوونکي مو کم دي


د پکتیکا والي محب اله صمیم
د پکتیکا والي وایي، سره له دې چې دا ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او دا امکان په کې ډیر دی چې د دولت مخالفین پرې بریدونه وکړي، خو له یوه کال راهیسي د ولايت ډېرو ځوانانو چې پخوا د مخالفینو په لیکو کې وو، له مخالفته لاس اخیستی او په کورونو شوي دي.

د پکتیکا والي محب الله صمیم د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د ولايت د سولې د شورا او سپین ږیرو په مرسته هڅې ګړندۍ شوې دي:

(ډېر ځوانان په ډله يیزه توګه نه بلکې په انفرادي توګه د مخالفینو له لیکو جلا شوي او نن سبا په خپلو سیمو کې اوسېږي، دوى د سیمي د سولې له عالي شورا سره په تماس کې دي، ډېر یې د کار او غریبۍ لپاره یا ایران او یا عربي ملکونو ته لاړل او دا ثابتوي چې سوله يیز ژوند کول غواړي، د سولې عالي شورا نورې هڅې هم کوي او ښې نتیجې ترې ترلاسه کېږي)

د پکتیکا والي وویل، په سیمه کې د اداري فساد پر ضد مبارزه هم تېزه شوې، د فساد عاملین یي څارنوالۍ ته سپارل شوي، د مخدرو موادو کښت په کې صفر درجې ته رسېدلى، درې زرو ځوانانو ته د کار موندنې پروګرامونه ترتیب شوي او په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی .

والي وویل، په ولايت کې شاوخوا یو سلو پنځو کیلو متره سړکونه پاخه شوي او په پلان کې ده چې یو سلو اویا کیلومتره نور سړکونه چې مرکز له سرحدي ولسوالیو سره نښلوي، هم پاخه شي.

د پکتیکا والي په سیمه کې شته ستونزو ته هم اشاره وکړه او له دولت او مرستندویو بهرنيو موسسو یي وغوښتل چې د هغوى په اواري کې ورسره مالي او مسلکي مرستې وکړي:

(د ښوونې او روزنې په برخه کې مسلکي استادان نه لرو، په روغتونونو کې د متخصصو ډاکترانو کموالی محسوس دی او بزګر مو کروندو ته کافي اوبه نه لري، موږ خپل ټول پیشنهادونه اړوندو وزارتونو ته سپارلي هیله ده اجرا ات پرې وکړئ)

والی وویل، تیر کال په سیمه کې د نوي ملیونو ډالرو په ارزښت پراختیایي او د بیارغونې پروژې پلي شوي او په روان کال کې د یوسلو نهه پنځوس ملیونو ډالرو په ارزښت یو شمېر نورې پروژې هم په پلان کې ځای شوي، چې د ځینو کارونه یي د بشپړېدو په حال کې دي.

خو د سیمي خلک سل په سلو کې د والي له څرګندونو سره موافق نه دي، دوى وایي سیمه سرحدي ده او تل پرې مخالفین پاکستان ته اوښتي را اوښتي دي.

د بیارغونې کارونه په کې په سستۍ سره پرمخ ځي، د ښوونې او روزنې بهیر په کې کمزوری او بزګر یې تل د اوبو له نشتوالي شکایت کوي.

پکتیکا د افغانستان یو سرحدي ولایت دی چې له پاکستان سره کابو درې سوه څلويښت کیلومتره ګډه پوله لري او پراته قومونه په کې خروټي، سلیمانخېل، وزیر، ځدراڼ او داسې نور دي.
XS
SM
MD
LG