د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

پكتيا:د لومړي ځل لپاره د كتاب نندارتون پرانیستل شو


د پكتيا د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا په ګردېز كې د كتاب اوونۍ په نوم د كتابونو اووه ورځنى نندارتون پرانیستل شو، چې د نندارې لپاره د كتاب او لوستنې زيات مينه وال راغلي و.

په دغه نندارتون كې د اطلاعات او فرهنګ رياست سربېره د پكتيا پوهنتون، څارنوالۍ، حكومتي ادارو او د ښوونځيو پر شخصي كتابتونونو سربېره د ګردېز ښار د كتاب پلورنځيو استازو هم خپل كتابونه نندارې او خرڅلاو ته اېښودلي دي.

دغه نندارتون چې د پكتيا د عالي دارالمعلمين په تالار كې جوړ شوى، د تالار څلورو څنډو ته يې د كتابتونونو له لوحو لاندې بېلابېل كتابونه په منظم ډول اېښودل شوي او مينه وال يې پرې راټول و.

د دغه نندارتون ګډونوال چې ډېرى يې د پكتيا پوهنتون محصلان او د ښوونځيو زده كوونكي و، دغې هڅې ته په ښه نظر ګوري او زياتوي چې په دې سره به د لوستو خلكو پام د كتاب مطالعې ته نور هم زيات شي.

ليكوال او فرهنګي سيد جمال اصف خېل، چې د نندارتون په يوه كتاب پلورنځي كې يې د خوښې وړ كتابونه لټول ازادۍ راډيو ته وويل:

(( موږ د دغسې نندارتونونو ستاينه كوو او په پكتيا كې بايد دغسې پروګرامونه دوام وكړي، په ځوانانو غږ كوم چې دې نندارتون ته راشي، كتابونه واخلي، تر څو په ټولنه كې د لوستلو كولتور عام شي.))

د پکتيا ولايت د اطلاعات او فرهنګ رييس محمد شفا مشفق چې د نندارتون د سمبالښت چارې هم ور له غاړې دي، وايي: دا لومړى ځل دى چې په پكتيا كې د كتاب نندارتون جوړېږي.

نوموړي ازادۍ راډيو ته وويل، له دې لارې به له يوې خوا د نندارتونونو او كتاب اخيستنې فرهنګ دود شي او له بلې خوا دغه هڅه كولاى شي په خلكو كې د كتاب لوستنې فكر ته وده او ارزښت وركړي.

كه څه هم نندارتون ته بېلابېل كتابونه راوړل شوي و، خو هغه نندارچيان چې د پكتيا پوهنتون محصلان دي، له دې امله خواشيني شول چې په نندارتون كې د پوهنتون اړوند كتابونه په نشت حساب و.

كه څه هم دا لومړى ځل دى چې په پكتيا كې د كتاب نندارتون جوړېږي، خو له دې نوښت سره – سره بيا د شخصي كتاب پلورنځيو مالكان له دې امله لږ ډېر ناهيلې معلومېدل چې په لومړۍ ورځ يې په ګوتو شمارلي كتابونه خرڅ شوي.

خو دغه پلورونكي تمه ښيي چې د اوونۍ تر پايه به د كتاب پلورنې كچه لوړه او د نندارچيانو شمېر څو برابره زيات شي.

هېره دې نه وي چې دا مهال په پكتيا كې پر دريو عامو دولتي كتابتونونو سربېره په ګردېز او ولسواليو كې محدود شمېر كتاب پلورنځي هم پرانیستل شوي، خو برعكس اطلاعات او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې په وروستيو څو كلونو كې په لوستي قشر كې د كتاب اخيستنې كلتور يو څه ډېر دود شوى چې لا هم مخ پر ودې دى.

راپور – لمر نيازى،پکتیا
XS
SM
MD
LG