د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د اوباما اداره په پاکستان شوې پوځي عملیات خپل حق ګڼي


د اسامه بن لادن له وژنې وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې بیا هم په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د بحث اساسي مساله جوړوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د پخواني سلا کار څرګندونې راخستي او لیکي، چې واشنګټن له پیله پوهیده، چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي او په خپلو کړنو کې صادق نه دی.

د ورځپاڼې په وینا د اوباما اداره د پاکستان په ایبټ اباد کې شوي، پوځي عملیات خپل حق بولي او وایي، که د یو لوی هدف لپاره بلې داسې حملې ته اړتیا وه، نو دریغ به ترې ونه کړي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د کانګرس دا غوښتنه راخستې، چې اوباما باید په پاکستان خپلې مالي مرستې بندې کړي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په اسلام اباد کې د امریکا د سفیر په حواله په غټو ټکو سره لیکلي، چې پاکستان باید د ایمن الظواهري او ملا عمر پر ضد عملیات وکړي، که نه نو دا کار به هم امریکا خپله وکړي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکا سفیر پاکستان ته دوه انتخابه وړاندې کړي، چې یا دې امریکا انتخاب کړي او یا دې هم ترورزم.

خو هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د اسامه له وژلو وروسته ځینو پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، چې د ده وژنه د روان سریال پای ندی.

ورځپاڼې لیکلي، چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژنه په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې تیره لس کلنه مبارزه او د میلیارډونو ډالرو لګښت تر پوښتنې لاندې راوستې.

ورځپاڼه امریکا او نړیوالې ټولنې ته دا سپارښتنه کوي، چې د اسامه تر وژلو وروسته اوس د پاتو ترهګرو د وژلو لپاره هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې روانې امنیتي پیښې او د امنیتي مسؤلیتونو په بهیر یې اغیزې بله مساله ده، چې ځینو ورځپاڼو پرې خپل نظرونه څرګند کړي دي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په اړه د اکسفام موسیسې وروستې راپور راخستې او په غټو ټکو یې لیکلي، چې افغان ځواکونه لا هم د امنیتي مسوولیتونو د انتقال له منلو لرې دي.

ورځپاڼه لیکي، چې اکسفام موسیسې په خپل راپور کې لیکلي، چې په تیرو لسو کلونو کې د افغان ځواکونو په وړاندې شوې بې پروایي، د امنیتي مسوولیتونو د انتقال بهیر د بریالیتوب په اړه ځینې ژورې اندیښنې راپیدا کړي.

خو هیواد په دې اړه په خپل بحث کې دا ډول څرګندونې افغان ولس ته سپکاوی بللی او لیکلي، بې شکه ستونزې پرتې دي، خو د حل لارې یی هم موجودې دي.

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله تبصره کې په دې ټنیګار کړی، چې د افغان امنیتي ځواکونو سمبالولو ته باید زیاته پاملرنه وشي، څو خلکو ته د امنیت او ثبات د ټینګښت په برخه کې ډاډ ورکړای شي.
XS
SM
MD
LG