د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

موږ د خپلې سيمې له حاله څنګه خبرولی شئ؟




د ګرځنده تیلفون له لارې :


هغه کسان چې د اتصالاتو د تیلفوني شرکت ګډونوال دي کولی شي د خپلې سېمې خبرونه د ایس. ایم . ایس له لارې ۸۱۸ شمیرې ته واستوي نو موږ ته رارسيږي . که غواړئ د خپلې سېمې ، خپل ښار او یا د کومې پېښې عکسونه راواستوئ نو تاسو کولی شئ ایم. ایم . ایس له لارې يې 785559663 شميري ته واستوئ. ددې لپاره باید تاسو د اتصالاتو د تیلفوني شبکې مشترکین و اوسئ او تیلفون مو باید له اینټرنیټ سره وصل وي . ستاسو د تصویر سایز باید له ۱۰۰ کیلوبایټو زیات نه وي .

د تیلفوني پیغام ثبتول :


تاسو کولای شئ د خپلې سېمې د پېښو او حالاتو په اړه د ازادي راډيو په پيغام ثبتونکې ماشين کې هم خپل خبرونه ، معلومات او پیغامونه ثبت کړي . د پیغام ثبتونکې ماشين شمیره ده :

۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۱۵ پراګ ، د چیک جمهوریت
۰۰۹۳۷۰۰۲۷۴۳۶۱ کابل ، افغانستان

ياد لرئ دې شمېرې ته مو چې زنګ وواهه نو څوک نه شته چې تاسو سره خبرې وکړي ، تاسو د ازادي راډيو له خوا د ښه راغلاست یو پیغام اورئ او تر هغې ورسته کولی شي خپل پیغام ثبت کړئ. دا هم مه هیروئ چې خپل نوم او هغه ځای یاد کړئ چې زنګ مو ترې وهلئ.

د بريښنا لیک یا ايمیل له لارې:


تاسو کولي شئ هغه خبرونه ، معلومات ، عسکونه او ویډيوګانې چې د تاسو وي موږ ته د بريښنا لیک یا ایمیل له لارې هم واستوئ. موږ به يې په ازادي ویب کې خپاره کړو. همدارنګه که ممکنه وه د راډيو له څپو به هم ستاسو را استولې معلومات خپاره شي . د ازادي راډيو ته په دې بريښنالیک خپل خبرونه ، معلومات ، عکسونه او ویډيو ګانې واستوئ:
azadiweb@rferl.org


د لیک له لارې:


تاسو کولی شئ ، د پوستې له لارې خپل خبرونه ، راپورونه او معلومات په کابل ، پېښور ، کندهار ، خوست، ننګرهار، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې زموږ پوستي ادرسونو ته واستوي . یا يې په دې پوستې ادرس په مستقیمه توګه د چیک جمهوریت په پراګ ښار کې د ازادي راډيو مرکزي دفتر ته واستوئ.
جمهوریت چک، پراگ

RFE/RL, Inc.
Vinohradska 159A
10000, Prague 10
Czech Republic

XS
SM
MD
LG