د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۱

کرزی:متحده ایالات زما د واک د کمزوره کولو په مقصد د ادارې فساد مسله رامنځ ته کوي


وال سټریټ ژورنال او ګارډین نړېوالې ورڅپاڼې د افغانستان بېلابېلا مسایل په خپلونننیو ګڼو کې راخیستي چې جاناقا الکوزي ورڅخه لاندې راپور برابر کړی.

ګارډین:

انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګنې کې په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې د ډیموکراسۍ عملیې او ورسره خطرونو ته اشاره کړې او په یوې مقالې کې یي لیکلي:

پخوانی متل دی چې وایي، که ناکامي یتیمه وي نو کامیابي هم زیات شمېر مربیان لري. د مصر انقلاب دا خبره یو ځل بیا د کاڼې کرښه کړه.

دا خبره د جورج ډبلیو بوش په حکومت کې د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر دانلد رمز فلډ کړي وه، دا که نوموړي پوهېده یا نه پوهېده، داسې محاسبه یي کړې وه چې د جورج ډبلیو بوش د ازادۍ اجندا به په عربي نړۍ کې روانوانقلابونو ته لاره هواره کړې.

ګارډین لیکي: ولسمشر بوش د افغانستان او عراق خلکو ته د ازادو سیاسي او اقتصادي سیستمونو د جوړولو فرصت برابر کړ، په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان او عراق مثالونو د سېمې له بدلونونو سره مرسته کړی ده.

ګارډین زیاتوي، د قاهرې انقلاب د مصریانو داخلي حرکت و او ټول مصریان یي وخوځول. دا انقلاب په سوله اېز ډول تر سره شو، خو که د بغداد د ۲۰۰۳ کال حالت ته نظر واچول شي ښکاره ده چې هلته نه د خلکو له خوا کوم حرکت پیل شوی و او نه هم په سوله اېز ډول مقصد تر لاسه شوی دی.

د ورځپاڼې په باور، بهرنی یرغل او کورنی پاڅون یو شان نه دی، دا ممکنه ده چې له یوه سره مخالفت اود بل ملاتړ وشي.

ګاردین وړاندې لیکي: د ایران او سوریي په څېر هېوادونو کې به د انقلابونو رامنځ ته کېدل یو څه ګران وي، د امریکا متحده ایالات په یوازې ځان هم په دې هېوادونو کې څه نه شي کولای.

په دې کار کې باید اروپایي اتحادیه هم مرسته وکړي، تر هرڅه زیات، موږ لویدیځ په نرم طاقت کې ډېر ښه یو، اوس نو په خپله په خلکو پورې اړه لري چې را پورته شي او ازادي وغواړي. زموږ دنده داده چې د ظالمو مشرانوملاتړ بند کړو او خلکو ته د مرستې لاس وغزو. په دې کار سره به د ازادۍ اجندا سمه تعریف شوې وې.

وال سټریټ ژورنال:

امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د ولسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي په اړه د متحده ایالاتو د څارنوالانو او وکیلانو مسله راپورته کړی ده او په یوې برخې کې یي راغلي:

امریکایي او افغان چارواکي وایي، د نیویارک د جنوبي حوزې یو قضایي هیئت د محمود کرزی پر ضد شواهد څیړي او داسې بریښي چې فدرال چارواکي په دغو تحقیقاتو سره د امریکا او ولسمشر حامد کرزي سره اړیکي نور هم خرابوي.

ورځپاڼه لیکي: محمود کرزي له ځان څخه د دفاع په مقصد، په واشنګټن کې د جینايي چارو یو مدافع وکیل هم نیولی دی.

وال سټریټ ژورنال د محمود کرزي د مدافع وکیل ښاغلي هینري اسبیل خبره راخیستې چې وایي، تر اوسه ده او یا محمود کرزی ته د ستر قضایي هیئت غوښتنه نه ده رسېدلی.

ورځپاڼه زیاتوي، که چېرې د محمود کرزي دوسیه قضا ته وړاندې شي نو دا کار به د ولسمشر اوباما ادارې ته د افغانستان د جګړې په روانوحساسو شرایطو کې سیاسي خطرونه مخامخ کړي.

ولسمشر کرزی شکایت کوي چې متحده ایالات د ده د واک او حکومت د کمزوره کولو په مقصد د ادارې فساد مسله رامنځ ته کوي.
XS
SM
MD
LG