د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۰۴

امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو جوړل غواړي

په افغانستان کې د امریکا له خوا د دایمي پوځي اډو د جوړولو طرحه او افغانانو ته د امنیتي مسؤلیتونو له انتقال وروسته د ولایتي بیارغونې ډلو برخلیک هغه مسایل دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې په خپلو نننیو ګڼو کې پراخ بحثونه کړي.

د افغانستان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسالې ته ځانګړې کړې، چې امریکا غواړي په افغانستان کې دایمي پوځي اډې جوړې کړي.

ورځپاڼه وړاندې د ولسمشر کرزي پرونیو څرګندونو ته په اشارې لیکي، که څه هم ښاغلي کرزي د امریکا دا غوښتنه تایید کړه، خو ویې ویل، چې په دې اړه هر ډول پریکړه به د افغانستان د ملي ګټو په پام کې ساتلو سره کیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د دایمي پوځي اډو د جوړولو طرح د لومړي ځل لپاره د امریکا د یو جمهوریت غوښتونکي سناتور له خوا وړاندې شوې وه، خو دا طرح لومړې د افغان دولت او بیا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د لنډ مهالي ځانګړې استازې له خوا رد شوه.

خو د ورځپاڼې په وینا افغان ولسمشر، چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې له ګډون وروسته پرون په کابل کې خبرې کولې وویل، چې افغانستان او امریکا په دې اړه په خبرو بوخت دی.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو په اړه روانو بحثونو ته په اشارې لیکلي، چې له دې سره دا پوښتنه پیدا کیږي، چې ایا له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته یوازې افغان ځواکونه به امنیتي مسوولیتونه په غاړه ولري او که څنګه؟

د کابل چاپ ورځپاڼو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په اړه هم د ولسمشر کرزي په پرونیو څرګندونو بحث کړی.

اوټ لوک انګلسي ژبې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د ولسمشر کرزي د وینا دا برخه راخستې، چې د امنیتي مسوولیتونو له انتقال وروسته به په افغانستان کې د ولایتي بیارغونې ډلو ته هیڅ ځای نه وي.

ورځپاڼه د ښاغلي کرزي په حواله لیکي، چې ولایتي بیارغونې ډلې، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا جوړې شوي د افغان دولت موازي ادارې دي او د امنیت له انتقال وروسته دوی هم باید ولاړې شي.

خو ورځپاڼه د ښاغلي کرزي دا وضاحت هم راخستی، چې دا له نړیوالې ټولنې سره د دوی د رقابت معنې نه لري او نه هم دوی د دې لپاره راغلي، چې له افغانانو سره رقابت وکړي.

خو ورځپاڼه وړاندې د نړیوالو ځواکونو په حواله دا هم لیکي، چې دوی به د امنیت له انتقال وروسته هم په افغانستان کې خپلو پراختیایی پروګرامونو ته دوام ورکړي.

د کابل چاپ ورځپاڼو د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو لپاره روانو ناندریو ته هم ځغلنده کتنه کړې او هغه یې یوه داسې سیاسي ډرامه بللې، چې ژر پای ته رسیدل یې امکان نه لري.

اوټ لوک لیکي، چې د ولسي جرګې غړي په دریم ځل انتخاباتو کې هم د خپل مشر په َټاکلو کې پاتې راغلل.

ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د روان حالت یو اساسي علت د سپینو رایو په اړه د کوم ځانګړي حکم نه موجودیت په ګوته کوي او وایې، چې د دې مسالې له حل پرته روان بحران پای ته نه شي رسیدلی.
​
XS
SM
MD
LG