دا حمله د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان سیمه کې د فاینست په نامه په یوه سوپر مارکېټ کې وشوه.
دا حمله له ماسپښین وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې وشوه چې چارواکو په وینا په کې ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا څو تنه وسله وال دغه سوپر مارکېټ ته چې ډېري وخت بهرنیان د سودا اخیستلو لپاره ورځي ورننوتل او ډزې یې پیل کړې، لاسي بمونه یې وغورځول او له هغو وروسته بیا چاودنه وشوه.
د حزب اسلامي ویاند زبیر صدیقي د حملې پړه پر غاړه اخیستې او ویل یې دي چې د دوی اصلي هدف بهرنیان وو.