د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

ایران ولې د افغان سوداګرو ټانکرونه ایسار کړي؟


د افغان وګرو په زړونو کې د ایران په وړاندې مینه په نفرت بدل شوی
د افغان وګرو په زړونو کې د ایران په وړاندې مینه په نفرت بدل شوی

د ایران ورستي دغه اقدام چې د افغان سوداګرو د تیلو زرګونه ټانکرونه یې له څو اونیو راهیسې له موجه دلیل پرته له پولی سره ایثار کړي او اجازه نه ورکوي، چې افغانستان ته واوړي، د ایران او افغانستان پر اړیکو ډيراغیز کړی دی.

د ایران د غه عمل نه یواځې دا چې په افغانستان کې د تیلو او سونګ موادو بیې ډیرې اوچتې کړي بلکې دا هیواد یې دې ته اړکړی، چې د اړتیا وړ سونګ موادو د تامین لپاره نورې لارې ولټوي.

ایران په داسې وخت کې د افغانانو د تیلو ټانکرونه ایثار کړي، چې ژمی دی او خلک د سونګ موادو ته ډیره اړتیا لري. د ایران د غه اقدام په دې هېواد کې د تیلو بیې په بې ساري توګه اوچتې کړي او خلک یې هم دې ته هڅولي، چې واټونو ته راووځي او د ایران په وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي.

دغې ستونزې ته پام سره د افغانستان حکومت روسیې ته مخ اړولی، چې د تیلو عاجله اړتیا یې پوره کړي. تراوسه ډیر کسان په دې ښه نه پوهیږي، چې ولې ایران چې افغانستان یې خپل نژدې دوست ګڼي، پردې هېواد تیل بند کړي او دا هیواد یې د تیلو د کموالي له ستونزې سره مخامخ کړی دی؟

ایراني چارواکو هم تراوسه د خپل دغه اقدام واضح دلیل نه دی بیان کړی.

که څه هم په تهران کې چارواکي دا نه مني، چې د دوی دغه اقدام د افغانستان او ایران اړیکې زیانمن کړي خو دې کارعملا د دواړو هیوادونو اړیکې په دې حساس وخت کې له چلینج سره مخامخ کړی دی.

ایران د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې افغانستان ته د تیلو د ټانکرونو د ننوتو مخه ونیوه، چې په نتیجه کې یې شاوخوا دوه زره ټانکرونه د افغانستان له پولې سره ایثار شوي دي. په افغانستان کې د تیلو بیه په سلو کې پنځوس اوچته شوې، چې ورسره د نورو موادو پرنرخ یې هم منفي اغیز کړی دی.

افغان چارواکو د ایران د دغه اقدام پر وړاندې اعتراض څرګند کړی او ویلي یې دي، چې ایراني چارواکو ورسره ژمنه کړې وه، چې دغه لانجه به هواروي. خو تراوسه یې په خپلو دغو ژمنو عمل نه دی کړی.

ایراني چارواکي وایي، چې د غه لانجه نژدې ده، چې حل شي او اوس د ورځې ۴۰ ټانکرونو ته اجازه ورکوي، چې افغانستان ته واوړي. پخوا به له دونیم سوو څخه تر درې سوه دېرش ټانکرونو پورې افغانستان ته تېرېدل.

د ایران د غه اقدام د عامو افغانانو پرژوند منفي اغیز کړی.
عین الدین چې د هرات په ګمرک کې کارکوي وایي، دی د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه ډیر اندیښمن دی ځکه د تیلو دبیو په لوړېدو سره دی نه شي کولای چې خپل کور په دی ساړه ژمي کې ګرم کړي.

د غه ستونزې په کرنې هم منفي اغیز کړی، د هیواد په جنوب کې کروندګر نه شي کولای، چې د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره ډېزل پمپونو ته چې اوبه راباسي، تیل برابر کړي.

د ایران له خوا د افغان سوداګرو د تیلو ټانکرونو د درولو په عکس العمل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې افغان سوداګرو پریکړه کړې، چې د افغانستان د ملي ګټو په خاطر به له نن څخه هیواد ته نور له ایرانه واردات بندوي.

د دې خونې عامل رییس محمد قربان حقجو په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا پریکړه د حکومت نه بلکې د خصوصي سکتور ده او په افغانستان کې د ټولو سوداګرو په خوښه یې کړې ده.

ښاغلي حقجو دغه راز وویل، چې افغان سوداګرو او پانګه والو دا پریکړه هم کړې، چې د ایران په چاه بهار سیمه کې به د خپلو یوسلو شلو شرکتونو فعالیتونه بند کړي.

افغان چارواکو ویلي، چې ایراني لوری په خصوصي توګه ورته ویلي، چې له دغو تیلو څخه په افغانستان کې امریکایي او د ناټو ځواکونه کار اخلي خو کابل او ناټو دواړو دغه ادعا رد کړې ده.

په عین حال کې څه موده وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند رامین مهمانپرست وویل، چې افغانستان ته د تیلو د ټانکرونو د ایثارولو مساله یوه تخنیکې مساله ده، چې په دې هیواد کې د حکومت له خوا د سبسیدي د لیرې کولو له موضوع سره تړاو لري.

ایران تراوسه پورې په دې اړه، چې ولې یې دغه اقدام کړی سم دلیل نه دی ورکړی او دا کار د دې سبب شوی، چې د ایران پرنیت ډېرشکونه راپورته شي.

ډیرې اندیښنې پردې څرخي، چې ولې ایران په دې اقدام سره خپل ګاونډ ته چې مالي مرسته ورکوي، زیان رسوي؟ پرچا غواړي نفوذ ولري او ورسره ګرمې اړیکې ټینګې کړي؟

په اسرایل کې میشت د منځنی ختیځ د اقتصادي او سیاسي چارو په څیړونکې اداره کې میر جاودانفر چې په خټه ایرانی دی وایي، چې ایران له افغانستانه په استفادې غواړي، د امریکامتحده ایالاتو ته ضربه ورکړي دا په دې خاطر چې امریکا د تهران د لانجمن اټومي پروګرام پرسر پردې هېواد بندیزونه لګولي دي:

"په غالب ګومان دا یو سیاسي اقدام دی، چې لویدیځ په تیره بیا د امریکا متحده ایالاتو ته دا پیغام ورکړي، چې که تاسو د بندیزونو له لارې پرایران فشار راوړئ او دا هېواد په نړیواله سطحه منزوي کوئ نود دې کار قیمت به هم پرې کوئ او دا د امریکا له خوا د ایران د منزوي کولو د هڅو په وړاندې د ایران متقابل ځواب دی.

د ایران حکومت په دې باور دی، چې د افغانستان له حکومت سره همکاري به دغه راز د امریکا په ګټه او هم په دې هېواد کې د هغو هڅو ملاتړ وي، چې د ثبات لپاره یې پرمخ وړي.

زما په عقیده دا واقعت لري، چې که له دغو تیلود ناټو ځواکونه هم کار نه اخلي هغه د حامد کرزي له حکومت سره په پرمختګ کې مرسته کوي، چې هغه ثبات ته ورسیږي چې ناټو یې غوښتونکې ده او دا هغه څه دي، چې ګټه یې امریکا ته هم رسیږي."

دا چې ایران په دغه اقدام سره کوم اهداف تعقیبوي، ښایي هیڅکله هم څرګند یا ورته واضح ځواب پیدا نه شي خو هغه څه چې روښانه دي دا دي، چې د ایران په مقابل کې د افغانانو نظریات نور د پخوا په څیر نه دی، چې دا هیواد یې یو نژدې ګاونډ باله.

که ایران د تیلو پر ټانکرونو لګول شوي بندیز لیرې هم کړي، افغانانو ته به ګرانه وي، چې د ایران په اړه خپل نظر بدل کړي.
XS
SM
MD
LG