د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

جاپان د کلیو د پراختیا په برخه کې د ماهرینو د روزلو انسټیټیوټ جوړوي


د هېواد په کلیو او بانډو کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو په مقصد د کلیو او پراختیا وزارت غواړي چې د دې کار ښه او اغیزمن پرمختګ ته ماهرین وروزي.

دا وزارت وایي، جاپان ژمنه کړې چې په کابل کې د کلیوالي پروژو د تشخیص او پلي کولو لپاره یو مسلکي انسټیټوټ جوړ کړي.

د دې انسټیټوټ د ودانۍ د جوړولو تړون د یکشنبې په ورځ د کلیو د پراختیا د وزیر جاراله منصوري او په افغانستان کې د جاپان د جاییکا د موسسې د مشر هانازاتو ترمنځ لاسلیک شو، جاراله منصوري د دې انسټیټیوټ په هکله وویل:

"د جایکا موسسه چمتو شوی چې د کلیو د پراختیا له انسټیټیوټ سره مالي مرسته وکړي ، د دې انسټیټیوټ ودانۍ جوړوي او په مختلفو فني وسایلو، لوازمو او ماشینونو یي سمبالوي د دې انستیتیوت د ودانۍ چارې د روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې پیلیږي او یوولس میلیونه ډالره به پرې ولګیږي. "

دا وزارت وایي، د انسټیټیوټ فارغان به د هېواد په کلیواو بانډوکې د ملي پیوستون د پروګرام په چوکاټ کې د ولایتي، ولسوالۍ او کلیوالي شورا ګانو په مشوره پروژې ټاکي او د خلکو په مرسته به یي په مسلکي ډول پلي کوي.

د کلیو د پراختیا وزیردا هم وویل، په پیل شوي میلادي کال کې غواړي چې، په کلیو او بانډو کې، د لارو او سړکونو د جوړولو، اوبو لګولو او د لاسي صنایعو د پراختیا نوې پروژې پیل کړي.

د جاپان د جایکا د موسسې مشر هانا زاتو هیله وښوده، چې په دې هېواد کې روان پرمختګونه نورهم پراخ شي:

"په دوه زره لومړي کال کې چې موږ افغانستان ته راغلو او د کلیو د پراختیا له وزارت سره مو په ولایتونو کې د پراختیایي پروژو کار پیل کړ، اوس په کې ستر پرختګ لیدل کیږي، هیله ده دا پرمختګ لاپسې پراخ شي. "

د کلیو د پراختیا وزارت وایي، دا پروژه به په لومړي سرکې، کابل، بلخ او بامیانو ته کار پیل او په راتلونکي کې به ټول هېواد ته وغځیږي.

خو خلک، د دې وزارت د پراختیایي پروژو د کار له کیفیته شکایت کوي او دا هم وایي چې د پروژو په تشخیص کې سیمه ایز توازن په پام کې نه نیول کیږي.
XS
SM
MD
LG