د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

روغتیا وزارت شاوخوا ۱۲۰۰ درملتونونه او روغتیايي مرکزونه تړلي


میرمن دلیل وايي، د درملو د واردولو دوه او د خوراکي موادو د عمده پلورلو یو عمده شرکت لویې څارنوالۍ ته د څیړنې لپاره معرفي شوي.
میرمن دلیل وايي، د درملو د واردولو دوه او د خوراکي موادو د عمده پلورلو یو عمده شرکت لویې څارنوالۍ ته د څیړنې لپاره معرفي شوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د روان لمریزکال په په لومړیو دریو برخو کې یې نږدې درې زره درملتونونه او د درملو توریدي او تولیدي شرکتونه څیړلي دي او په مرکز او نورو لویو ښارونو کې له روغتیایي چارو نه ښه څارنه شوې او دا لړۍ به نوره هم چټکه او جدي شي.

سره له دې چې په کابل او ولایتونو کې خلک له بې کیفیته او تاریخ تیرشوو درملو او د معالجوي طب په برخه کې له شته ستونزو څخه شکایت کوي. خو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تیرو نهومیاشتو کې یې دې برخو ته ډیره پاملرنه کړې.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په خبره په تیرو نهو میاشتو کې یې په کابل او نورو لویو ښارونو کې نږدې دولس سوه درملتونونه، خصوصي معالجوي کلینیکونه او معاینه خانې د سرغړاونو له امله تړلي.

د دې وزارت سرپرستې ثریا دلیل د چهارشنبې په ورځ د دې وزارت له خوا د درملود څارنې د نهه میاشتنی راپور د وړاندې کولو په مهال په کابل کې خبریالانوته وویل، چې په دې موده کې یې لسګونه ټنه تاریخ تیرشوي او بې کیفیته درمل هم له درملتونونو څخه را ټول او سوزولي دي:

"ټول نولس سوه څلویښت قلمه غیرقانوني درمل چې تاریخ تیرشوي، بې کیفته او له لست څخه وتلي درمل وو را ټول شوي.

له دې درملو څخه شپږویشت ټنه یې مخکې سوزول شوي وو او نن هم دیارلس ټنه نور وسوزول شول."

ثریا دلیل څرګنده کړه، چې افغانستان ته ترډېره تاریخ تیرشوي او بې کیفیته درمل په قاچاقي ډول په ځانګړي توګه له پاکستان نه واردیږي او دې مسالې دوی، ناروغانو او ناروغ لرونکو ته ډیرې ستونزې پیدا کړي دي.

په عین حال کې ناروغان او ناروغ لرونکي هم د بې کیفیته درملو او د درملنې په برخه کې له خپل سریو څخه شکایت کوي او غوښتنه کوي، چې د عامې روغتیا وزارت باید د افغانستان د خلکو روغتیا ته ډیره پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت دغه شکایتونه پرځای بولي او وایي هڅه کیږي، چې د درملو او معالجوي طب په برخه کې ظرفیتونه لوړ او د امنیتي ځواکونو په همکارۍ هیواد ته د غیرقانوني درملو د واردولو مخه ونیول شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې وویل، چې په کابل کې د درملو او خوراکي موادو درې وارداتي شرکتونه د سرغړاونو له امله لویې څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي:

"د درملو د واردولو دوه او د خوراکي موادو د عمده پلورلو یو عمده شرکت لویې څارنوالۍ ته د څیړنې لپاره معرفي شوي. خو ترڅو چې له دوی څخه څیړنې بشپړې شوې نه وي، موږ نه غواړو چې هویت یې څرګند کړو."

په تیرو دوو کلونو کې هم په افغانستان کې څه باندې درې سوه ټنه تاریخ تیر شوي او بې کیفیته درمل سوزول شوي خولاهم په دې برخه کې ستونزې او شکایتونه په ځانګړي توګه په ولایتونو کې په خپل حال پاتې دي.

خلک شکایت کوي، چې د دې هیواد په لرو پرتوسیمو کې درمل او درملنه سمه نه څارل کیږي او له همدې امله دې ته اړکیږي، چې خپل ناروغان د ډیرو پیسو په لګولو سره بهرنیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان او هند ته بوځي.
XS
SM
MD
LG