د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۸

یو امریکايي پلاوی په افغانستان د اوباما ستراتیژۍ د افغانانو په خلاف بولي


Afghanistan-- A USA delegation came to observe the situation of Afghanistan they said the situation is getting worse, and it’s opposite view of Barak Obama on, 28 December 2010

یو امریکايي حقیقت موندونکی پلاوی په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ بیاکتنه چې په هغې کې په دغه هیواد کې د پرمختګونو خبره شوې، ناسمه بللې.دغه شپږ کسیز پلاوی د څو ورځو راهیسې په افغانستان کې دی او د مدني ټولنې له ځینو سازمانونو سره

د امریکا یو حقیقت موندونکی پلاوی چې د تیرو شلو ورځو راهیسې په افغانستان کې دی په دغه هیواد کې د امریکا د ستراتیژۍ وروستۍ بیا کتنه د افغانانو د غوښتنې پر خلاف بولي.

دغه شپږ کسیز پلاوی چې په بامیانو ولایت کې د افغان رضاکارو ځوانانو په نوم له بنسټ سره یې یو ځای د دغې بیاکتنې په اړه په څو ولایتونو کې د خلکو د بیلابیلوبرخو نظرونه اخیستي دي، په افغانستان کې د جګړې دوام د ستونزې د حل لاره نه بولي.

په دې پلاوي کې د امریکا پخواني ډیپلوماټان، د اردو پخواني افسران او د بشر د حقونو فعالان ګډون لري.

د پلاوي یوې غړې او په افغانستان کې د امریکا د سفارت یوې پخوانۍ کارکوونکې میرمن ان رایت د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په ځینو هیوادونو کې د امرکايي ځواکونو چلند د امریکا د خلکو د اندیښنې سبب شوی دی:

"د دارنګه ستونزې د حل لپاره د پوځي ځواک کارول هغه څه دي، چې موږ امریکايان یې هم په اړه اندیښمن یو. موږ اندیښمن یو چې زموږ حکومت زموږ پوځي ځواکونو ته اجازه ورکوي، چې په دې هیوادونو وحشي چلند وکړي.

موږ وايو چې د افغان ملکي خلکو وژنه له سره د منلو وړ نه ده او د نړیوالو جنایتي فعالیتونو د له منځه وړلو لپاره چې طالبان یې هم کوي، پوځی عملیات ښه لاره نه ده."

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د خپلې نوې ستراتیژۍ چې له مخې یې افغانستان ته دېرش زره اضافي عسکر واستول شول، د بیاکتنې پایلې اعلان کړې.

په دغې باکتنې کې په افغانستان کې په جګړې کې د پرمختګونو یادونه شوې وه.

خو د افغانستان د یو شمیر خلکو نظریات چې امریکايي حقیقت موندونکي پلاوي راټول کړي دي، وايي چې په افغانستان کې نه یوازې پرمختګ نه دی شوی بلکې په ځینو برخو کې ستونزې ډیرې شوي دي.

د دې پلاوي په باور په افغانستان کې ۴۲ فیصده خلک له شدید فقر سره مخ دي او شاوخوا پنځوس فیصده یې د څښاک روغتیايي اوبو ته لاسرسی نه لري.

په عین حال کې حکیم چې په اصل کې د سنګارپور دی خو د اتو کلونو راهیسې د افغان ځوانو رضاکارانو په نوم له یوه سازمان سره د سولې لپاره کار کوي، وویل، چې افغانان باید خپله تاوتریخوالی پای ته ورسوي:

"د حل بله لاره شته، ولې له یو بل سره نه کښینو، تر کله به انتقام اخلو او یو بل به وژنو. ایا خبرې اترې امکان نه لري. ایا موږ انسانان دومره توانايي نه لرو چې له یوه بل انسان سره خبرې وکړو، بحث وکړو، دا یوه د حل لاره ده.

بله د حل لاره دا ده چې موږ د تاوتریخوالي او جګړې چلند ورو ورو کم کړو."

په افغانستان کې که له یوې خوا د جګړې د بریالیتوب شونتیا کمه ښکاري، بل خوا په جګړې کې د ښکیلو خواو ترمنځ هم جوړجاړی ستونزمن بریښي.

نړیواله ټولنه ټینګار کوي، چې وسلوالو مخالفین دې له القاعده لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون دې ومني او وسلوالو مخالفین بیا وايي، چې تر هغو به خبرې نه کوي چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وتلي نه وي.

خو یو شمیر خلک په دواړو خواو ټینګار کوي چې د خبرو لپاره دې له خپلو مخکینیو شرطونو لاس واخلي، هغه واړندیز چې تراوسه پورې ورته د ښکیلو خواوو ځواب نه دی.
XS
SM
MD
LG