د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۱

په هلمند کې د کجکي او سنګین اوسیدونکي له ناامنیو سر ټکوي


د سنګين او كجكي ولسواليو د امينت چارې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې له بریتانوي ځواكونو څخه امريكايي سمندري ځواكونو ته په دې خاطر وسپارل شوي، چې ښه امنيت په كې ټینګ شي، د بيارغونې كارونه پيل شي او په دولت باندې د خلكو اعتماد بيرته ورغول شي،خو د دې ولسواليو اوسيدونكو په داسې حال كې د ناامنيو او په دې اړه د نه پاملرنې څخه شكايت كوي.

په لښكرګاه كې د دغه ولسواليو د موټرو په اډه كې د كجكي ولسوالۍ اوسيدونكي حاجي خداى نور وايي، د سنګين ولسوالۍ اوسيدونكي اوس تر ژوند په مرګ خوښ دي ځكه بهرنيو ځواكونو ورته ګواښ كړى دى، چې كه له هر كلي پرې ډزې وشي دوي به هغه سيمه تر هوايي او ځمكني بريد لاندې ونسي:

(زموږغوښتنه داده، چې د ملكي كسانو مرګ ژوبله كمه شي، داسې هم پېښه شوې، چې ملكي كسان د كوره وتلي وي وژل شوي دي، موږ ورته وايو چې تاسو ولې ملكي كسان وژنۍ دوي وايي، چې طالبانو پر موږ ټكان كړی دي، طالبان هم وايي كه چېرې ډوډۍ رانه كړي د ژوند څكه ولاكه وكړې زه څه وكړم؟)

ده وويل، نه ځايې اوسيدونكي له خپله كورونو وتلاى شي او نه هم په خپل كور كې د امن احساس كولاى شي ځكه كه يې له كلي څخه هم د دولت مخاليفين په امريكايې ځواكونو ډزې وكړي بيا نو په هغه كلي باندې ځمكني او هوايې بريدونونه كيږي چې ټوله مرګ ژوبله ملكي وګړو ته اوړي.

د سنګين ولسوالۍ اوسيدونكي او قومي مشر شمس الله صحراي وايي، چې اوس په سنګين ولسوالۍ كې روان عمليات كاميابه دي او تر ډيره يې سيمې ارامه كړي او د دولت مخاليفين ياخو كمزوري شوي او ياهم له سيمې څخه وتلي دي، خو صحرايي زياته كړه چې كله ناكله د جګړې پرمهال ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي چې په تيرو دوه مياشتو كې داسې كورنۍ هم شته چې تر لويه او كوچني پورې يې د كورنۍ غړي ټول وژل شوي وي.

صحرايې وايې، كه چېرې نړېوال او دولت غواړي په سيمه كې امنيت راولي نو د هغه د سنګين د قومي مشرانو په مشورو دې خپل كارونه پرمخ بوځي.

نوموړي همداراز وويل، كه په سيمه كې دولت ځوانانو ته د كار زمينه برابره كړي او د ښونځيو دروازې د زده كونكو پرمخ پرانيزي او بېلابېلې پروژې په لاره واچوي د جګړو پرځاى به د سيمې اوسيدونكي د دولت ملاټر وكړي.

د هلمند والي محمد ګلاب د سنګين او كجكي ولسواليو د خلكو د هغه خبرو په ځواب كې چې ګواكې بهرنيو ځواكونو ورته د قتل عام اخطار وركړی دى.

په سنګين او كجكي ولسواليو كې د ولسي وګړو مرګ ژوبله نه شي زغملى او وايې، چې هيڅكله به افغان او نړېوالو ځواكونو ته د دا ډول عملياتو اجازه ورنه كړي چې ولسي وګړو ته په كې مرګ ژوبله واوړي.

(اول خو زه يقين نه لرم، چې بهرنيو دې داسې اعلان كړي كه چېرې يي كړي وي زه خپل خلكو ته يقين وركوم چې زموږ افغاني سرتيري او بهرني ځواكونه داسيې كار نه كوي چې قتل عام وكړي.)

نوموړي له ځايې اوسيدونكو څخه هم غوښتنه وكړه، چې په خپلو كې سره يو موټى شي او په خپله سيمه كې د دولت مخاليفينو ته ځای ورنه كړي او د نورو ولسواليو د اوسيدونكو په شان د دولت ملاټر وكړي، خپلې سيمې ته د جګړو پرځاى د بيارغونې د پروژو پروسه ور وبلي.

دغه دواړه ولسواليو د امنيت چارې د تيرو څو كلونو په اوږدو كې د بریتانوي ځواكونو سره وي او د ځايې اوسيدونكو په وينا چې اوس هم پرته د ولسواليو له مركزونو څخه نورې ټولې سيمي يي د دولت له وسلوالو مخاليفينو سره دي.

راپور-محمد الیاس داعي،هلمند
XS
SM
MD
LG