د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

جوبایډن:امریکا به له افغانستانه تر ۲۰۱۴ مه ټول ځواکونه وباسي


د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن
د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن
د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن وايي، چې د راتلونکي کال له دوبي به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو پلان يوازې په دې هېواد کې د قواوو کمول نه وي بلکې امريکا به د ۲۰۱۴ تر پايه ټول ځواکونه وباسي.

امريکايي چارواکو په وروستيو کې ويلي وو، چې امريکا او ناټو به له ۲۰۱۴ وروسته هم په افغانستان حضور ولري.

د اوباما حکومت په ځلونو ويلي، چې د ۲۰۱۱ کال جولای به له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو د پيل نېټه وي خو په افغانستان کې به د امريکايي عسکرو شمېر ډېر له دې سره اړه ولري، چې د افغانستان پوځي وضعيت څرنګه دي،د امریکا مرستيال ولسمشر جوبايډن اين بي سي تلويزيون ته وويل:

«موږ په ۲۰۱۱ کال په جولای کې د ځواکونو په ايستلو پيل کوو اوغواړو چې د ۲۰۱۴ تر پايه پورې ټول ځواکونه وباسو.»

خو اسوشیتيد پريس خبري اژانس وايي، هره پرېکړه چې په ۲۰۱۴کال کېږي ښايي له ډېرو عواملو سره ارتباط ولري لکه دا چې په ۲۰۱۲ کې د امريکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې څوک بريالي کېږي، نو اوس چې لا ۲۰۱۰ دي دا ډول پرېکړې ښايي مخکې تر وخته وي.

ده وويل، چې له راتلونکي کاله په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر د کمولو په باب د اوباما ژمنه نه ده بدله شوې، د جولای له مياشتې به د ځواکونو وتل او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پيل شي.

بايډن وويل ، وروسته له دې چې امريکايي پوځيان د القاعده شبکې په تروريستو مشرانو پسې سيمې ته تللې دا شبکه خورا زياته کمزورې شوې ده.

خو ده دا هم وويل، چې د افغان ياغيانو پرضد په هلو ځلو کې پرمختګ په يو حال کې نه دی، په ځينو سيمو کې ډېر پرمختګ شوي خو په ځينو نورو کې بيا وضعيت بل ډول دی.
XS
SM
MD
LG