په افغانستان کې راروان اوړی افغانانو ته امنیتي چارې سپارل کیږي.
په ناټو کې د امریکا د متحد ایالاتو سفیر ایفو دالدر د ازادۍ راډیو خبرڅانګې ته په واشنګتن کې وویل چې د ناټو په سرمشریزه کې پریکړه وشوه چې په افغانستان کې به امنیتي چارې ولسوالۍ په ولسوالۍ او بیا ولایت په ولایت افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. د نوموړي په وینا دا بهیر به راروان میلادي کال پیل شي او د یوه ولایت د امنیتي چارو پر سپارلو به له اتلسو تر څلرویشت میاشتو وخت تیر شي څو په بشپړه توګه د دې ولایت امنیتي چارې افغان ځواکونو ته تسلیم شي. البته په ناټو کې د امریکا سفیر څرګنده کړه چې د یوه ولایت د امنیتي چارو له سپارلو وروسته به هم د ناټو او ایساف ځواکونه د افغان ځواکونو حمایت کوي.
والدر زیاته کړه چې د لومړي ولایت امنیتي چارې به د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې افغانانو ته وسپارل شي بیا به په بلې سیمې کې امنیتي وضعیت ته توجه کیږي او د افغانستان حکومتي ظرفیت ته به پام کیږي په دې ډول به د هغې بلې سیمې امنیت هم افغان ځواکونو ته سپارل کیږي. په دې ډول به دغه بهیر په څلور کلونو کې بشپړ شي.
په ناټو کې د امریکا سفیر په واشنګتن کې ازادۍ راډيو ته په افغانستان کې وویل که چیرته د ناټو ځواکونه له شرایطو سره سم له افغانستانه ووځي. امریکایي پوځیان به هم له دغو نورو عسکرو سره یو ځای وتل پیل کړي. دالدر وایي چې د امریکایي پوځیانو وتل تر شرایطو پورې دي:
« لکه څرنګه چې ولسمشر اوباما ویلې دي د دوه زره یولسم کال په جولای کې به له افغانستانه د عسکرو وتل پیل شي. د پوځیانو وتل به د مځکې په شرایطو پورې وي او په حقیقت کې د پوځیانو د وتلو بهیر خپله له دغو شرایطو څخه دی. یا په حقیقت کې د دغو شرایطو عکس العمل دی او موږ په هغه لاره روان یوو چې پریکړه وکړو چې څرنګه پوځیان وباسو. موږ پر دې نه پوهیږو»
که چیرته امریکایي ځواکونه راروان کال له افغانستانه وتل پیل کړي او بیا د ناټو نور هیوادونه هم ورو ورو خپل پوځیان وباسي. د افغان پوځیانو د روزنې پر بهیر به ناوړه اغېز ونه کړي. په ناټو کې د امریکا سفیر په دې اړه وایي:
« د امنیتي چارو له ورسپارلو سره به د افغانانو امنیتي ظرفیت لوړ شي. ډير به خپلواکه شي څو په خپله امنیت ټینګ کړي. پر نړیوالو ځواکونو به یې اړتیا لږه شي. دا کار به څومره ژر وشي او څومره ژر به دغه ځواکونه تنظیم شي. کله چې جګړې لږې شي د روزنې بهیر به پراخ شي دا ټول هغه څه دي چې د جګړې قوماندانان یې پریکړه کولای شي»
د امریکا سفیر زیاته کړه چې تر هغو چې د راروان کال جولای رارسي موږ څه نه شو ویلای. تر هغه وخته لا اته میاشتې لرې یوو. تر هغه وخته لا جګړې مخې ته دي خو لکه څرنګه چې ولسمشر اوباما ژمنه کړې ده هغه پرځای کوي.