د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۸

په افغانستان کې د درملو د کیفیت د څېړلو لپاره ۸۰۰ تنه روزل شوي

ډاکټر نادره حیات وايي، په افغانستان کې ۹ سلنه د ټیټ کیفیت دارو په افغانستان کې کارول کیږي.
ډاکټر نادره حیات وايي، په افغانستان کې ۹ سلنه د ټیټ کیفیت دارو په افغانستان کې کارول کیږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ډاکتر نادرې حیات د چهارشنبې په ورځ د درملو د مسونیت په یوه سمینار کې وویل، چې خلاص سرحدونه د دې لامل شوې چې هیواد ته بې کیفته درمل په غیرقانونې توګه وارد شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي هڅه کوي، چې په هیواد کې د واردیدونکو درملو کیفیت او موثریت په جدي توګه وڅاري.

د دغه وزارت مرستیالې ډاکټر نادره حیات، چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې یو سمینار ته وینا کوله وویل، چې خلاص سرحدونه د دې لامل شوي چې هیواد ته بې کیفته درمل په غیرقانونې توګه وارد شي.

میرمن حیات زیاته کړه، چې په مارکیتونو کې د دوی پلټنې دوام لرې او کوم کسان چې بې کیفیته درمل واردوي د قانون منلګو ته به وسپارل شي.

ډاکټرې نادره حیات وویل، چې په دې برخه کې ۸۰۰ ډاکتران اوفارمسستان روزل شوي څو د درملو د کیفیت او موثریت څارنه وکړي.

"موږ په جدي توګه د درملو د مارکېټ په کنټرول کار کوو، نه یوازې په کابل بلکې په ټول افغانستان کې. خو زموږ لویه ستونزه خلاص سرحدونه دي، چې له بده مرغه د امنیتي ستونزه له امله د هغوی کنترول ستونزمن کار دی او درمل چې د ګمرکونو له لورې کنټرول او په قانوني توګه هېواد ته راول شي، ځيني درمل بیا په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل کیږي. "

د عامې روغتیا وزارت چارواکو وویل په هېواد کې ۹۱ سلنه درمل د ښه کیفیت څخه برخه من دي او۹ سلنه دټیټ کیفت لرونکي دي، خو د عامو خلکو په وینا چې په هیواد کې د پنځوس سلنې په شاوخواکې بې کیفته درمل کاریږي.

همداراز د سوداګري او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي هم وویل، چې نه یواځې درمل بلکې نورد ټيټ کیفیت لرونکي خوراکې مواد هم د ګاونډیو هیوادونو څخه هیواد ته واردیږي.

نوموړې زیاته کړه، چې دغه درمل د لویو سوداګرو له خوا نه واردیږي بلکې دا د یوشمېر کمیشن کارانو له خوا چې په سرحد کې دې د ګنډو په شکل راوړل کیږي.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"اوس هم له کاونډیو هېوادو څخه له ایران او په ځانګړي توګه پاکستان څخه په قاچاقي توګه ټیټ کیفیت لرونکې دارو را اړول کیږي او یوه ستونزه دا ده، چې دو د نورم او ستندرد کنترول نه لري."

د عامې روغتیا وزارت چارواکو په وینا، چې د امریکا د پراختیایي ادراې په مرسته یې په هیواد کې د درملو د ذخیرې سیستم ټول مسولیت په غاړه اخیستی.

هېواد ته په غیرقانوني توګه د بې کیفیته درملو واردیدل او همدرازپه غیرقانونې توګه د دغه درملو پلورل او د هغوی څخه د خلکو استفاده د دې لامل شوی، چې په هیواد کې ګڼې ناروغې رامنځته شي اوله امله هرکال ګڼ شمیرافغانان د مرګ ترکومې رسیږي.
XS
SM
MD
LG