د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

رفعت:موږ به ژر د خپلو څیړنو ټولې پایلې د انتخاباتو کمیسیون ته وسپارو


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې ډېر ژر به د انتخاباتي سرغړونو او درغلیو په اړه د څېړنو پایلې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ور وسپاري.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د څېړنو له مخې د ولسي جرګې څوکیو ته شل هغه کاندیدان، چې په لومړني لېست کې بریالي اعلان شوي و ، په وروستي لېسټ کې به يي نومونه لېرې کړای شي.

د نوموړي په وینا دغو کاندیدانو په انتخاباتو کې په درغلیو او سرغړونو کې لاس درلود، تر دې مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي و ، چې شا و خوا د دوه زره او پنځو سوو انتخاباتي شکایتونو څېړل پای ته رسیدلي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د وروستیو پایلو د اعلانولو نېټه نه ده روښانه کړې.
XS
SM
MD
LG