د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

رفعت:د انتخاباتو وروستۍ پایلې به اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، په نږدې راتلونکې کې به د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د شاوخوا دوه نیم زرو هغو شکایتونو څیړنه پای ته رسېدلي چې د انتخاباتو په پایلو یې اغیز درلودلای شو او د وروستيو پایلو اعلانولو ته زمینه مساعده شوې ده.

نوموړي ونه ویل، چې د دوي د څیړنو په نتیجه کې به په اعلان شوېو لومړنیو پایلو کې څومره بدلون راشي، دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې تر دې وروستیو ورځو پورې یو شمېر کاندیدانو خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ او په انتخاباتو کې یې د شوېو درغلیو په اړه د جدي څیړنو غوښتنه وکړه.
XS
SM
MD
LG