د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

ولسي جرګه:د انتخاباتو کمیسیون دې د درغلیو څیړنه جدي کړي


د افغانستان د ولسي جرګې رييس وايي، چې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیونونه دې، د انتخاباتي درغلیو او شکایتونو د څېړلو بهیر جدي کړي.

د ولسي جرګې مشر محمدیونس قانوني د نن ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې دغه کمیسیونونه دې، ژر تر ژره مشکوکې رايي بېلې او د دغه بهیر پایلې دې روښانه کړي.

نوموړي هغه ګنګوسې هم رد کړې، چې ګواکې ده د انتخاباتو د باطلولو او د اوسنۍ ولسي جرګې د کار د تمدید غوښتنه کړې.

د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي له خوا دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر اوسه د ولسي جرګې د ۲۷ نېټې د انتخاباتو پایلې نه دي اعلام کړي او د انتخاباتي شکایتونو او درغلیو په اړه څېړنې روانې دي.
XS
SM
MD
LG