د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

قانوني:د انتخاباتو کمیسیون دې ژر اصلي او تقلبي رایي جلا کړي


په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې له انتخاباتو سره د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو د کمسیونونو چلند ته د ځینو کاندیدانو له خوا د شک په سترګه کتلې کیږي، ولسي جرګې د کوم سلیقه وي چلند پرته د دغه بهیر د ژر تر ژره د بشپړولو غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د وږې د میاشتې په اووه ویشتمه نېټه شوي، خو د پراخو درغلیو او د هغو د څیړلو له کبله لا هم د دغو انتخاباتو وروستي نتایج نه دي اعلان شوي.

د ولسي جرګې مشر، چې د شنبې په ورځ یی د دې جرګې د عمومي غونډې د پرانیستلو په مهال خبرې کولې وویل، چې د دغو انتخاباتو په اړه مخ په زیاتیدونکو ستونزو پراخې اندیښنې راټوکولي او دغو کمسیونونو ته پکار ده، چې د قانون په رڼا کې د راېو د څیړلو بهیر ژر تر ژره بشپړ کړي.

محمد یونس قانوني دغو کمسیونونو ته په خپله سپارښتنه کې وویل، چې خلک باید له دغو اندیښنو خلاص کړای شي:

(د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونونو څخه زموږ هیله داده، چې د اساسي قانون او په هېواد کې د نورو نافذه قوانینو په رڼا کې د کوم ځانګړي سیاسي، قومي، سمتي او ډله ایزې سلیقې پرته ژر تر ژره دې اصلي او تقلبي رای جلا او خلک دې له دې سرګردانۍ خلاص کړي.

موږ په دې برخه کې هم د ځینو ستونزو او مسایلو شاهدان یو، چې د افغانستان د خلکو اندیښنې یی د هرې ورځې په تیرېدو سره لا زیاتې کړي.)

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو موجودیت ټول مني، خو د دې بهیر په اړه ژورې اندیښنې وروسته له هغې راولاړې شوې، چې یو شمېر کاندیدانو د دغو درغلیو د څیړلو په اړه د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو چلند ناسم وباله.

دغه کاندیدان، چې شمېر یي سلګونو تنو ته رسیږي په دغو کمسیونونو انتقاد کوي، چې له کاندیدانو سره سلیقه وي چلند او په رایو کې لاس وهنه کوي.

د دغو انتخاباتو په اړه د لوی څارنوالۍ وروستې اقدام، چې په کمسیون کې دننه له یو شمېر کسانو نه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، دا اندیښنې نورې هم پراخې کړې، چې په ترڅ کې یی د شوېو انتخاباتو د باطلولو غوښتنه وشوه.

په دې ترڅ کې ځینو رسنیو دا خبر هم خپور کړ، چې ګواکې د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوني هم له ولسمشر نه د دغو انتخاباتو د باطلولو او د موجوده ولسي جرګې د کار د تمدید غوښتنه کړې.

خو ښاغلي قانوني دا رپورټ له غرضه ډک وباله، چې دده په وینا د ولسي جرګې د ریاست له انتخاباتو سره تړاو لري.

ښاغلي قانوني که څه هم دا تایید کړه، چې دې د جرګې ریاست ته یو کاندید دې، خو دا یی په تنده لهجه رد کړه، چې ده دې داسې کومه غوښتنه کړې وي:

(دا څو سطره، چې د ځینو ناولو خلکو له خوا لیکل شوی تاسو یي په غلط نیت ګورۍ، چې د جرګې د ریاست له انتخاباتو سره تړاو لري.

زه تاسو ته په څرګند ډول وایم، چې زه د الله په توفیق د جرګې د ریاست لپاره کاندید یم او داسې لیکنې، د الله په توفیق سره د هیڅ شي مخه نشي نیولې.)

ښاغلي قانوني د وکیلانو د خوندیتوب او امتیازاتو له کمسیون نه وغوښتل، چې د دې رپورټ مسئله دې تعقیبه کړي.

ولسي جرګې د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایتونو له کمسیونونو څخه د روان بهیر د ژر تر ژره د بشپړولو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د دغو انتخاباتو یو شمېر معترضه کاندیدان په خپله د اوسنې شورا غړي دي.

دا، چې دا غوښتنه تر کومه د ولسي جرګې د ټولو غړو اراده تمثیلولې شي دا په خپل ځاې کې یوه پوښتنه ده.

خو د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو کمسیونونه، په داسې حال کې، چې د رایو د نتایجو د بدلولو لپاره د ځینو حکومتي چارواکو فشارونه تاییدوي وایی، چې هڅه کوي پر ځان د کوم فشار د منلو پرته د رایو د څیړلو بهیر بشپړ او وروستۍ نتیجه اعلان کړي.
XS
SM
MD
LG