د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

نن بیا معترضو کاندیدانو په کابل کې لاریون کړی


په کابل کې معترض کاندیدان د لاریون په حال کې
په کابل کې معترض کاندیدان د لاریون په حال کې
د ولسي جرګې په سلګونو معترضو کاندیدانو د خپلې مظاهرې په پاې کې په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته په دغه سفارت غږ وکړ چې د دوي په وینا له درغلیو د داسې ډکو انتخاباتو ملاتړ دې نه کوي.

د معترضو کاندیدانو له ډلې څخه داوود سلطانزوي په خپلو جدي خبرو کې، افغان حکومت او نړېوالې ټولنې ته خبرداې ورکړ چې که د ولسي جرګې تېر انتخابات باطل اعلان نه شي نو په افغانستان کې به له تروریزم سره روانه مبارزه له ستونزو سره مخامخ شي:

(ښاغلو امریکایانو، په داسې حال کې چې موږ ستاسو د هڅو او قربانیو او په افغانستان کې ستاسو د ټکس پیسو د لږولو قدرداني کوو، خو موږ دلته تاسو ته دا خبرداری درکوو چې که دا انتخابات چې هم يي د انتخاباتو او هم يي د هېواد اساسي
قانون تر پښولاندې کړی همداسې مخې ته لاړ شي نو پایلې به يي ډیرې خطرناکې وي.

د مخالفینو له لیکو سره د دغو په زرګونو ناراضي خلکو په یوځای کېدو باندې کولای شي په دې هېواد کې د تروریزم په وړاندې ستاسو مبارزه ډیره ستونزمنه کړي.)

ښاغلي سلطانزوي د خپلو خبرو په دوام له نړېوالې ټولنې څخه وغوښتل چې هر فورمولونه چې په لویدیځ کې کارول کیږي باید په افغانستان کې و نه کارول شي بلکې دلته هغه فورمولونه وکارول شي کوم چې عملي کېدای شي.

ده په نړېوالې ټولنې غږ وکړ چې له ولسمشر کرزي سره یوځای لاس په لاس دغه انتخابات لغوه اعلان کړي ځکه د ده په وینا دغه انتخابات له پیله د قانون په ماتولو پیل شوي وه.

خو د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د کاندیدانو د دغو اندیښنو په اړه داسې وویل:

(د ټاکنو کمیسیون د قومونو په اساس باندې اقدامات کړي او اقدامات به وکړي چې ددوي پایلې اعلان شوي دي باید انتظار وویستل شي چې نهايي پایلي يي اعلان شي)

د ولسي جرګې دغه انتخابات چې د وږي یا سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه ترسره شوي دي د زیاتو معترضو کاندیدانو له خوا د نه شفافیت له امله تر سختو نیوکو لاندې راغلل.

خو د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې دوي ته په زرګونو رسیدلي شکایتونه دا مهال د جدي پلټنو لاندې دي او په دو کې داسې شکایتونه هم شته چې د انتخاباتو لومړنۍ پایلو کې بدلون هم رامنځته کولای شي.

دغه کمیسیون په یوه تازه اقدام کې ۴۱۳ کاندیدان د انتخاباتو په ورځ د سرغړونو او درغلیو له امله د قانوني تعقیب لپاره څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.

تمه ده چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې به د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا د ټولو شکایتونو له څیړلو وروسته اعلان شي.

مجاهد جواد.
XS
SM
MD
LG