سلګونو تنو معترضو کاندیدانو نن یوځل بیا په کابل ښارکې مظاهره وکړه او ويي ویل چې دوي ته د ولسي جرګې ترسره شوي انتخابات د منلو وړ نه دي.
دغومعترضو کاندیدانو په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته غونډه وکړه او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه یي هم وغوښتل چې د دوي غوښتنو ته رسیدګي وکړي:
دغه سلګونه تنه معترضه کاندیدان چې د لومړنیو نتایجو له مخې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پاتې راغلي وایي، چې په انتخاباتو کې درغلۍ زیاتې وې او دوي له همدې امله له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې مظاهرې او لاریونونه کوي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون هم دا مني چې په انتخاباتو کې درغلۍ ډیرې وې خو وایي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا د ټولو شکایتونو تر جدي څیړنې وروسته به وروستۍ پایلې اعلان شي.