د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۹

امریکا په کابل کې خپل سفارت پراخول غواړي


په کابل کې د امریکا سفیر وايي، چې دوی به په هرات او مزار شریف خپلې قونسلګرۍ هم پرانیزي
په کابل کې د امریکا سفیر وايي، چې دوی به په هرات او مزار شریف خپلې قونسلګرۍ هم پرانیزي

د امریکا سفیر کارل ایکنبیري د چهارشنبې په ماښام په کابل کې د نوموړي هیواد د سفارت د پراخولو د پلان دتشریح په مهال وویل، چې امریکا له افغانستان سره اوږد مهاله.

امریکا په افغانستان کې د خپلو ډپلوماټیکو هلوځلود زیاتولو په هدف په کابل کې خپل سفارت پراخوي او په هرات او مزارشریف کې قونسلګرۍ جوړوي.

په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبیري د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د نوموړي هیواد د سفارت په پراخولو او د قونسلګریو په جوړولو به پنځه سوه یوولس ملیونه ډالره ولګول شي، چې افغانانو ته به یې هم ډیره ګټه ورسیږي.

ښاغلی ایکنبیري یوځل بیا ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې اوږد مهاله دي او په افغانستان کې د دوی د ډپلوماټیکو هلوځلو زیاتیدل د دې خبرې ښه بیلګه ده:

"په کابل کې د نویو ودانیو او په مزار شریف او هرات کې په قونسلګریو دا پانګه اچوونه ښیي، چې د امریکا حکومت له افغانستان سره اوږدمهاله ژمنې لري.

په ټول افغانستان کې زموږ ملکي حضور پراخیږي او له دې سره به په دې هیواد کې زمونږ فعالیتونه هم زیات شي."

په کابل کې د امریکا سفارت چارواکي وایي، چې په کابل کې د دې هیواد د سفارت نوې برخه په ډیره عصري بڼه جوړیږي، چې د کار دفترونه، د ډپلوماټانو د اوسیدو لپاره خونې او د تفریح لپاره به ځانګړي او پراخې سیمې ولري.

د دوی په خبره په کابل کې د امریکا سفارت نوې برخه به تر دوه زره څوارلسم میلادی کاله پورې بشپړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په عین حال کې افغان حکومتي چارواکي وایي، چې امریکا په تیرو نهو کلونو کې د تروریزم په وړاندې په مبارزې سربیره له افغانستان سره دبیارغونې او اقتصادې ودې په برخو کې ډیرې مرستې کړي او له دې وروسته هم دغه ډول مرستوته اړتیا شته.

د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس حمید صدیق په کابل کې دامریکا سفارت د پراخیدو د پلان دتشریح په مهال وویل، چې په افغانستان کې دامریکا د ډپلوماټیکو فعالیتونو زیاتیدل دا ښیي، چې د دې هیواد په وړاندې خپلې کړي ژمنې به عملي کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت چارواکي وایي، چې د دې هیواد د سفارت د پراخیدو او په مزارشریف او هرات ولایتونو کې د قونسلګریو د جوړولو په کار کې به ځینې افغاني ساختماني شرکتونه او سلګونه تنه افغانان هم کار وکړي، چې له دې درکه به نږدې دوه سوه ملیونه ډالره افغانستان ته هم ګټه ورسیږي.
XS
SM
MD
LG