د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

غضنفر: وخت ته اړتیا چې د ښځو بڼ په فامیلي بڼ بدل شي


Afghanistan-- Afghan Women Affairs Minister Huson Banu Ghazanfar during a press briefing about reconstruction of women garden in Kabul on 03Nov2010
Afghanistan-- Afghan Women Affairs Minister Huson Banu Ghazanfar during a press briefing about reconstruction of women garden in Kabul on 03Nov2010
په افغانستان کې د تفریحي باغونو او سیمو د بیارغونې په دوام د کابل ښار د شهرارا باغ له بیارغونې وروسته د کورنیو لپاره د یوه خوندي ځای په توګه پرانیستل شو.

د دغه باغ په بیارغونې څه باندې پنځه لکه اویا زره ډالره د امریکا د متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې له خوا لګول شوي دي.

د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسن بانو غضنفر د چهارشنبې په ورځ د دغه باغ د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، چې په دغه باغ کې د ښځو لپاره ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.

"تر اوسه شاو خوا په ۱۶ باغونو کار روان دی، چې یو شمېر يې بشپړ شوي هم دي او دغه باغونه نه یوازې د ښځو د تفریح لپاره دي بلکې د دوی د زده کړې لپاره هم دي.

موږ نه غواړو، چې دغه باغ تل د ښځو لپاره واوسي، هغه مهال چې د خلکو ذهنونه روښانه شول، نو دغه باغ به یو فامیلي باغ وي."

میرمن غضنفر وویل، چې د ښځو د تفریح او د ذهني بوختیا لپاره دې ته ورته د نورو سیمو په برابرولو هم هڅې روانې دي.

اخوا په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبېري، چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و، وویل، چې د امریکا متحده ایالت په افغانستان کې د ښځو د مرستې لپاره ژمن دی.

په همدې حال کې یو شمیر مېرمنو، چې په کابل ښار کې د باغ شهرارا بیارغونه وستایله، د ښځو او کورنیو لپاره یې د نورو ورته سیمو د جوړولو غوښتنه وکړه.
د دغه بڼ په جوړولو کې د امریکا پراختیايي ادارې پنځه لکه او اویا زره ډالره لګولي دي.

دوو مېرمنو په دې اړه ازادي راډیوته وویل:

"۱- پخوا چې موږ دلته راغلي وو، دا ځای ډېر ګډوډ و، اوس د ښځو او د ښځو روغتیا ساتنې لپاره ډېر ښه ځای دی او ښځې کولای شي چې دلته د تفریح لپاره راشي. خو یوازې دا باغ د ښځو لپاره کفایت نه کوي باید چې د ښځو د تفریح لپاره نور ځایونه هم جوړ شي.

۲- څه موده مخکې دلته یو نیالګی هم نه و، اوس ډېر ښه روغول شوی اوهره میرمنه کولای شي، چې تفریح لپاره دلته راشي.

ډیريو ښځو ته د دوی د نارینه وو له خوا اجازه نه ورکول کیږي، چې پارکونو او باغونو ته د تفریح لپاره لاړې شي ځکه چې هلته نور سړي هم وي. خو دلته په ډاډه زړه د تفریح لپاره راتلای شي."

په افغانستان کې د ښځو لپاره تفریحي پارکونه او سیمې ډېرې کمې لیدل کیږي او ډېري تفریحي پارکونه او سیمې د نارینه وو په واک کې دي.

خو د ښځو غوښتنه دا ده، چې په کابل او نورو ولایتونو کې د ښځو لپاره تفریحي پارکونه او سیمې جوړې شي، تر څو مېرمنې وکولی شي، چې په ازاده توګه له هغې څخه ګته پورته کړي.

د ښځو چارو وزارت بیا وايي، چې د يوشمېر ملي او نړيوالو موسسو په مرسته او همكارى هڅه كوي، د ښځو د تفريح لپاره په كابل او ولايتونو كې ډير تفريحي ځايونه او پاركونه جوړكړي.
XS
SM
MD
LG