د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

معترضو کاندایدانو نن لاریون وکړ


په کابل کې د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو په سلګونو معترضو کاندیدانو او پلویانو یې مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو تر دفتره لاریون وکړ له افغان دولت او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د پراخو درغلیو له امله دې د ولسي جرګې انتخابات له سره وشي.

تر دې پخوا په ځینو نورو ولایتونو کې هم کاندیدانو په اعتراضونو لاس پورې کړی و، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تاییدوي، چې په انتخاباتو درغلۍ شوي دي، خو وايي په دې کچې نه وي چې د انتخاباتو مشروعیت له منځه یوسي.
XS
SM
MD
LG