د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلانولو لپاره د لړم د میاشتې اتمه نیټه ټاکل شوې وه، خو په دغو انتخاباتو کې د شویو درغليو په اړه د شکایتونو څیړنې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اړ کړ، چې دغه نیټه وځنډوي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي تمه لري، چې دوی به وکولای شي د انتخاباتو وروستۍ پایلې د لړم د میاشتې له شلمې نیټې وروسته اعلان کړي.
د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی په دې برخه کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا د شکایتونو د څیړنو پایلو ته په انتظار دي:
"کولای شو چې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې، د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون تر څېړنې وروسته چې خپل راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ور وسپاري، اعلان کړو.
شاید د لړم پر شلمه او یا د دې میاشتې په پای کې وکولای شو، چې وروستۍ پایلې اعلان کړو.
سره له دې کوښښ کوو چې ډېر ژر، کله چې د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون څخه وروستۍ راپورونه تر لاسه کړو، وروستۍ پایلې به اعلان شي."
پخوا تردې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان هم دوه ځلې ځنډیلی و.
بل خوا د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وايي، چې دوی تراوسه پورې شاوخوا اویا فیصده هغه شکایتونه څیړلي، چې په لومړيتوب کې دی او کولای شي په اعلان شویو لومړنیو پایلو خپلې اغیزې ولري.
د دغه کمیسیون یو غړی احمد ضیا رفعت وايي، چې کمیسیون نږدې شپږ زره شکایتونه ترلاسه کړي دي، خو دوی د وروستیو پایلو تراعلان پورې هغه نږدې دوه نیم زره شکایتونه څیړي چې په لومړیتوب کې دي.
دا چې دوی به کله وکولای شي چې د خپلو څیړنې په پای ته رسیدو سره د وروستیو پایلو اعلان ته لاره هواره کړي، ښاغلي رفعت وویل:
"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د رایې شمیرنې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته وویل، چې هڅه کوي، په دریو اونیو کې به د الف لومړیتوب ټول شکایتونه وڅیړي، تر څو د وروستیو پایلو اعلان ته زمینه برابره شي.
دا چې دې کمیسیون په جدي توګه خپلو څیړنو ته دوام وکړی، تمه لرم چې د خپلې هماغې ژمنې سره سم په خپلو وخت ټول شکایتونه وڅیړلای شو."
ښاغلي رفعت وویل، تراوسه پورې نږدې درې سوه کاندیدان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د امنیتي ارګانونو له خوا د درغلیو او سزغړونو په تور ور پيژندل شوي چې دوی یې په اړه څیړنې کوي.
د افغانستان د ولسي جرګې د وږې د میاشتې د اوه ویشتمې نیټې د انتخاباتو یو ملیون او درې لکه رایې باطلې اعلان شوي.
د شکایتونو کمیسیون وايي، د دې امکان هم شته چې ځینو نور محلونه هم باطل اعلان شي او یا هم د کاندیدانو د استیناف په صورت کې د یو شمیر باطلو شوو محلونو رایې بېرته سمې وبلل شي.
بل خوا یو شمیر کارپوهان په دې باور وي، چې د شکایتونو او درغلیو د حجم په تناسب د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د څیړنې کار ټکنۍ پرمخ روان دی او همدا علت دی چې د انتخاباتو وروستي نتایج هم ځنډیږي.
په عین حال کې په کابل او ولایتونو کې هغه معترض کاندیدان د وروستیو پایلو د اعلان په تمه دي، چې په انتخاباتو کې د شویو درغلیو او د لومړنیو نتایجو په اړه یې د شکایتونو لړۍ ته دوام ورکړی.