د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

رفعت:د انتخاباتو وروستي نتایج به د لړم په اخره کې اعلان شي


تمه ده، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستي نتایج د روانې لړم میاشتې په وروستیو کې اعلان شي.

د چارواکو په وینا څومره ژر، چې د انتخاباتي شکایتونو کمسیون خپلې څیړنې بشپړې کړي هومره ژر به دوی وروستۍ نتایج اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمسیون بیا ویلي، چې د شکایتونو د څیړلو بهیر به تر خپل ټاکلي وخت پورې بشپړ شي.

د دغه کمسیون غړي احمد ضیا رفعت له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د یو شمxر نورو مرکزونو د راېو د باطلېدو د امکان یادونه هم وکړه:

(په غوڅه توګه نه شو ویلای، چې د څومره محلونو رایې به باطلې شي، خو د شکایتونو تر څېړنې وروسته اټکل کیږي، چې د یو شمېر محلونو رایې باطلې شي)

د ورکړل شوېو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې له یو میلیونو زیاتې رايي باطلې اعلان شوي.
XS
SM
MD
LG