د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او امنیتي ارګانونو له خوا یوسلو شل تنه سرغړاونکي کاندیدان دې کمیسیون ته معرفي شوي دي.
د دې کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دې ډلې څخه شپږ نوي تنه په درغلیو او څلورویشت تنه یې د جعلي کارتونو په کارولو تورن دي.
نوموړي دغه راز وویل، چې د خوست، کابل، بلخ، هرات او بادغیس په ولایتونو کې د درې دیرشو نورو محلونو رایې هم باطلې اعلا ن شوي دي.
ښاغلي رفعت زیاته کړه، چې تردې وړاندې هم یوسلواتیا تنه کاندیدان د درغلیو او سرغړاونو په تور دې کمیسیون ته معرفي شوي وو چې په اړه یې جدي څیړنې روانې دي.