د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي په پام کې ده چې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې راتلونکې میاشت اعلان شی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نړېوالو اړیکو د دفتر ریس محمد فرید افغانزي نن په کابل کې وویل چې ټاکل شوې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د تلې د مياشتې په اولسمه نېټه اعلان شي .
د نوموړي په وینا د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې د رایو د شمیرنو بهیر بشپړ شوی او مرکز ته یې د رالیږدولو بهیر روان دی .
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه یا فیفا د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې د درغلیو او سر غړونو خبره کوي، د دغې ټولنې ریس نن له ولسمشر کرزي او نړېوالو سازمانونو وغوښتل چې دې برخې ته جدي پام واړوي.