د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

طالبانو په بادغیس کې د انتخاباتو تښتولي کسان خوشی کړل


طالبانوپه بادغيس ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسون د اتو تنو قرارداديانو په ګډون اتلس تنه تښتولي کسان خوشې کړل.

دا کسان طالبانو د ولسي جرګې ترانتخاباتو يوه ورځ مخکې په مقُر او کمري ولسواليو کې برمته کړي وو.

د ازادۍ راډيو د خبريال له راپور سره سم د بادغيس د والي وياند وويل چې دا کسان د سپين ږيرو په هڅو خوشې شوي دي.

XS
SM
MD
LG