د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

په بلخ کې د انتخاباتو درې کارکونکي وژل شوي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون تاييد کړه چې د دې کميسيون درې کارکوونکي په بلخ ولايت کې وژل شوي دي،
د انتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس فضل احمد معنوي پرون وويل چې د دې کميسيون د دغو درېو تنو کارکوونکو مړي نن موندل شوي دي:

(له بده مرغه يو خواشينوونکي خبر لرو او هغه دا چې پرون زموږ درې مامورين چې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې تښتول شوي وو، نن درې واړه شهيدان شوي او مړي يې موندل شوي دي.)

ويل شوي چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون دغه درې تنه سيمه ایزکارکوونکي د شنبې په ورځ د انتخاباتوپه لړ کې تښتول شوي وو.

د ولسې جرګې د انتخاباتو په ورځ د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د رايو په مرکزونو او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون په کارکوونکو د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا حملې وشوې.
XS
SM
MD
LG