په افغانستان کې امنیتي ځواکونو تاييد کړه، چې نن د رايي اچونې د پروسې پر مهال په ولایتونو کې بېلابېلې امنیتي پېښې شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دغه پېښې د راکټ او ماین چاودنې وې.
امنیتی چارواکو په دغو پېښو کې تلفات منلي، خو د دقیقو شمېرو په اړه يي رپوټ نه دی ورکړی، د امنیتي چارواکو په وینا، ډېر زیان امنیتي ارګانونو ته اوښتی، خو امنیتي چارواکي وايي، چې نننۍ پېښې تر هغه څه چې دوي يي تمه درلوده ، کمې دي، دوی وايي ، چې د څو ځانمرګو بریدونو څخه مخنیوی شوی او یوه اندازه انفجاري مواد هم کشف او شنډ شوي دي.