په هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونو د یوې کاندیدې په ګټه پنځلس سوه کارتونه نیولي دي، د هلمند د والي ویاند داود احمدي ويلي، چې دغه کارټونه، ولسي جرګې ته د کاندیدې حبیبی سعادت له لور څخه کشف شوي دي.
نوموړي وویل، چې د قضیې په اړه پلټنې پیل شوي دي، د هلمند د ملي امنیت یوه کارکوونکي، چې د نامه له ښودلو يي ډه ډه وکړه، ازادۍ راډیو ته ویلي، چې د لښکرګاه ښار د ملالی په لیسه کې تر دېرشو ډېر جعلي کارټونه هم نیول شوي دي.
بل خوا له نورستان څخه هم داسې رپوټونه خپاره شوي، چې په ځینو ولسوالیو او سیمو لکه وای ګل ولسوالۍ او نور ګرام کې امنیتي تیاری نه دی نیول شوي او ځینو کاندیدانو د رایو صندوقونه د ځان په ګته ډک کړي دي.
خو چارواکو د یادې ستونزې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.